د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د افغانستان دولت د سولې په تړاو د زلمي خلیلزاد د هڅو بیا پیلېدو هرکلی کوي


د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا پروسه به هغه مهال بریالۍ شي چې د افغانستان د دولت په مالکیت مخته لاړه شي.
د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي، دا پروسه به هغه مهال بریالۍ شي چې د افغانستان د دولت په مالکیت مخته لاړه شي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تازه سفر هرکلی کوي. خو ددغه وزارت ټینګار دا دی چې د کابل له رول پرته د سولې خبرې کومې پایلې ته نه شي رسېدلی.

ښاغلي خلیلزاد پرون د دوشنبې په ورځ (اکټوبر ۲۱مه) بلجیم، فرانسې او روسیې ته خپل سفر پيل کړ.

وروسته له هغې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د یوولسو میاشتو مذاکرات لغوه شول، د ښاغلي خلیلزاد دغه سفر د سولې د مذاکراتو بیا پیل ته هیلې زیاتې کړې دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري د سې شنبې په ورځ (اکټوبر ۲۲مه) ازادي راډيو ته وویل، دا پروسه به هغه مهال بریالۍ شي چې د افغانستان د دولت په مالکیت مخته لاړه شي.

"موږ د روسیې او امریکا په څېر هېوادونو له علاقمندۍ نه هرکلی کوو. که د افغانستان دولت د دې پروسې مالکیت ونه لري او اساسي رول په کې ونه لري، دا پروسه نه شي بریالۍ کېدای. له طالبانو مو غوښتنه داده چې تاوتریخوالی را کم کړي اوربند وکړي، ترڅو موږ وتوانیږو چې د افغانستان سولې لپاره وروستي قدمونه واخلو."

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عطاء الرحمان سلیم هم له طالبانو غواړي چې دا ځل پر داسې موضوعاتو چې د سولې پروسه زیانمنوي او ټکنۍ کوي، پرې ټینګار ونه کړي.

د افغانستان د کشالي د حل په هدف د ښاغلي خلیل زاد د تازه سفرونو او ملاقاتونو لړۍ پرون دوشنبې پیل شوه او په بروکسل کې یې د ناټو له سرمنشي سره ولیدل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي ښاغلي خلیلزاد به له بلجیم نه وروسته فرانسې او روسیې ته هم سفرونه وکړي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي تازه د ښاغلي خلیلزاد د سفر په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي، سوله تل د حکومت لومړیتوب دی او افغانان هغه وخت باعزت او تل پاتې سولې ته رسېدای شي، چې مشري یې د کابل له خوا وشي.

خو د سیاسي چارو کارپوه وحید مژده چې طالبانو سره د سولې موضوع له نږدې څاري وايي، نوي مذاکرات نه کېږي، هوکړه له مخکې شوې او یوازې د لاسلیک بحث یې پاتې دی.

ښاغلي مژده وویل: "طالبانو په صراحت ویلي چې موږ له افغان حکومت سره د حکومت په عنوان خبرې نه کوو او په اشغال ساحه کې انتخابات مشروعیت نه لري او مذاکرات هم نه کیږي، بلکې د قرارداد لاسلیک او هغه توافق لیک دی چې وروستی شوی."

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېرې سپتمبر میاشت کې وروسته له هغې چې د کابل په شش درک سیمه کې په یوه انتحاري حمله کې د یوه امریکايي سرتیري په ګډون دولس تنه ووژل شول، له طالبانو سره خبرې لغوه او حملې ورباندې زیاتې کړې.

XS
SM
MD
LG