د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

کابل ته د امریکايي چارواکو سفرونه د سولې له بهیر سره څومره تړاو لري؟


افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ښی) د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر سره په کابل کې د لیدنې پر مهال.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني (ښی) د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر سره په کابل کې د لیدنې پر مهال.

روانه اوونۍ د امریکا دوو لوړپوړو دولتي چارواکو د دفاع وزیر مارک اسپر او د کانګرس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي کابل ته سفرونه وکړل. دوی داسې مهال افغانستان ته لاړل چې له طالبانو سره د سولې پروسه درېدلې او خلک د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو ته انتظار دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد پرون یو ځل بیا خپل سفرونه پيل کړل.

په دغه ډول حالت کې کابل او سیمې ته د امریکايي چارواکو سفرونه له یو بل سره څومره تړاو لري؟

اجمل اند پر دې موضوع په واشنګټن کې له مېشت افغان څېړونکي احمد ویس وردګ سره د مرکې په پیل کې پوښتلي چې ایا د افغانستان د سولې په تړاو د زلمي خلیل‌زاد وروستي سفرونه د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې د هڅو د بیا پیل په معنی دي؟

د دغې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:36 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG