د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره باید دغه ډله یو میاشتنی اوربند اعلان کړي.
ښاغلي محب د سې شنبې په ورځ (۱۳۹۷ کال د لړم ۰۷) په کابل کې د سولې په اړه د افغانستان د دولت یوې نوې اووه مادهییزې طرحې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
نوموړي وویل، مذاکرات له امریکا او ناټو پیلېږي او پر طالبانو او پاکستان پای ته رسېږي.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وویل، طالبان باید خلکو ته دا وضاحت ورکړي چې واکیې له چا سره دی او له پاکستان سره څه اړیکه لري.
نوموړي زیاته کړه: "دا یوازې افغانانو ته نه، بلکې ټولې نړۍ ته روښانه ده چې طالبان د پاکستان لاسپوڅي دي او که د پاکستان مرسته نهوي، جګړې ته دوام نهشي ورکولای. طالبان باید وضاحت ورکړي چې له پاکستان سره څه اړیکه لري. که افغانانو سره مذاکرات کوي، یو باید افغان وژنه بس کړي او بل باید تضمین ورکړي چې له دې وروسته بهیې پاکستان سره اړیکه څه ډول وي."
د سولې په دغه طرحه کې طالبانو سره یو میاشتنی اوربند د سولې مذاکراتو د پیل لپاره اساسي شرط بلل شوی دی.
حکومت داسې مهال د سولې خبرو لپاره د یو میاشت اوربند شرط وړاندې کوي چې طالبانو تل د افغانستان حکومت د امریکا لاسپوڅی بللی او هر ډول خبرې یې ورسره رد کړې دي.
په طرحه کې له پاکستان هم غوښتل شوي چې په افغانستان کې د وسلهوالو طالبانو په څېر د نورو ډلو د نه ملاتړ تضمین ورکړي او که پاکستان دا کار ونهکړي، د سولې په اړه هر ډول خبرې بېپایلې دي.
د سولې په اړه د افغانستان د حکومت په طرحه کې سیمهییزه او نړیواله اجماع مهمه ګڼل شوې، خو په کور دننه ښې حکومتوالۍ ته هم اشاره شوې چې د حکومت له مخالفو وسلهوالو سربېره، د جګړې نور ابعاد هم روښانه کړي.
خو ایا وسلهوال طالبان او پاکستان له یوه او بله سره د اړیکو وضاحت او له تاوتریخوالي د لاس اخیستو تضمین ورکولای شي؟
د سیاسي چارو شنونکي ودیر صافي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دواړه لوري هېڅ وخت دې وضاحت او تضمین ورکولو ته چمتو نهدي.
هغه وویل: "طالبان همدا اوس وايي چې له پاکستانه هېڅ نهاخلي، خو دوستیې دی او کورنۍ یې هلته مېشتې دي. پاکستان هم هېڅکله د دې تضمین نهورکوي چې طالبان د دوی دي، ځکه پاکستان قانع دی چې طالبان له دوی سره اړیکه لري، دوی روزلي او اوسیې ملاتړ نهکوي."
د افغانستان حکومت داسې مهال د سولې په اړه طرحه وړاندې کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد یو ځل بیا د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونو ته خپل سفرونه پیل کړي دي.
زلمي خلیلزاد پرون د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم لیدلي دي.
د عمران خان د دفتر لهخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د پاکستان صدراعظم له زلمي خلیلزاد سره په خبرو کې د سولې په برخه کې د اسلاماباد د پوره همکارۍ ډاډ ورکړی او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د پای ته رسولو په خاطر باید ټولې خواوې عملي ګامونه پورته کړي.
طالبان د دغې ډلې په اړه د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار نننۍ څرګندونې پروپاګند بولي. د دغې ډلې یوه ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د ښاغلي محب څرګندونې په غبرګون نهارزي.