د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

د افغانستان دولت د چین بین الافغاني خبرو لپاره د افرادو یو لیست برابر کړی


تردې مهاله د چین د بین الافغاني ناستې د ترسره کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.
تردې مهاله د چین د بین الافغاني ناستې د ترسره کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې.

ولسمشرۍ ماڼۍ د چین په ناسته کې د افغانستان په استازېتوب د ګډون کوونکو کسانو د نوملړ د چمتووالي خبر ورکوي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وايي، دغه نوملړ د ټولنې له بېلا بېلو قشرونو سره په مشورې جوړ شوی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د دغې ناستې له جوړېدو هرکلی کوي او د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو لپاره دغه ناسته ښه زمینه بولي.

په داسې حال کې چې لا د چین د ناستې د ترسره کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه شوې، د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د پیکنګ په ناسته کې د دغه هېواد د استازو د ګډون په اړه د چمتو والي خبره کوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي ویلي، هغه کسان چې ټاکل شوې د حکومت په استازېتوب په دغه ناسته کې ګډون وکړي، له بېلابېلو لوریو سره په مشورې غوره شوي دي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان حکومت يو هر اړخیز او ټول شموله نوملړ له مختلفو قشرونو سره په مشورې چمتو کړی. کله چې د دغې ناستې نېټه روښانه شي، دغه کسان به د مختلفو قشرونو او د افغانستان د دولت په استازېتوب ګډون ولري."

خو ښاغلي صدیقي دا څرګند نه کړل چې په ياد نوملړ کې کوم کسان شامل دي او د پیکنګ ناسته کله ترسره کېږي.

ښاغلی صدیقي وايي، هغه کسان چې ټاکل شوې د حکومت په استازېتوب په دغه ناسته کې ګډون وکړي، له بېلابېلو لوریو سره په مشورې غوره شوي دي.
ښاغلی صدیقي وايي، هغه کسان چې ټاکل شوې د حکومت په استازېتوب په دغه ناسته کې ګډون وکړي، له بېلابېلو لوریو سره په مشورې غوره شوي دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا که څه هم د دغه نوملړ له جوړېدو بې خبري ښيي، خو وايي په دغه ناسته کې د ګډون لپاره د سولې عالي شورا ته هم بلنه ورکړل شوې ده.

د دې شورا ویاند اسدالله زائري د دغې ناستې ترسره کېدل د بین الافغاني مذاکراتو د پېلېدو لپاره يو ښه فرصت بولي.

"د پیکنګ د ناستې ترسره کېدل او دا چې چین د يوه اغېز لرونکي هېواد په توګه چې له افغانستان سره ښې اړیکې لري، د دغې ناستې د ترسره کولو ابتکار یې په لاس اخېستی، موږ يې هرکلی کوو او زموږ غبرګون مثبت دی."

دا په داسې حال کې ده، چې د فارین بریف په نوم يوه اسټرالیايي څېړنیز مرکز چين ته د طالبانو د استازو د رسېدو خبر ورکړی دی، خو د دې ډلې يوه ویاند دغه خبر رد کړی دی.

ویل کېږي، چې په افغانستان کې د اوربند د کېدو پر لارو چارو او په دغه هېواد کې د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د بین الافغاني مذاکراتو پېلول د دغې ناستې د بحث مهم مسایل دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې د جمعې په ورځ په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه ناسته د امریکايي، چینايي، روسي او پاکستاني استازو په ګډون ترسره شوه.

XS
SM
MD
LG