د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

په مسکو کې د افغان سولې په اړه څلور اخیزه غونډه جوړېږي


د امریکا، چین، روسیې او پاکستان استازي به نن د اکټوبر په ۲۵مه په مسکو کې غونډه وکړي.

د پاکستان حکومت ویلي چې د مسکو څلور اړخیزه غونډه یوه مهمه موقع ده چې په افغانستان کې د سولې د مذاکرو په ټپه درېدلي بهیر ته د بیا پیل لار وموندل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د اکټوبر په ۲۳مه په اسلام اباد کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان او د اسیا د لوېدیځ لپاره د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت استازی به د مسکو په غونډه کې ګډون کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تېرې دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې خبر ورکړ چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د روسیې په ګډون یو شمېر اروپايي هېوادونو ته په سفر وتلی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرته له دې چې د واشنګټن، مسکو، اسلام اباد او پیکېنګ د استازو نننۍ څلور اړخیزې غونډې ته مخامخ اشاره وکړي، ویلي وو چې خلیلزاد به په مسکو کې د روسیې او چین له استازو سره د افغانستان د جګړې په پای ته رسېدو کې د ټولو خواو پر ګډو ګټو خبرې وکړي.

په مسکو کې نننۍ غونډې ته د افغانستان د حکومت استازي نه ورځي.

خو د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم بېګا ازادي راډیو ته وویل: "موږ هغه هڅې چې د سیمې او نړۍ په کچه په افغانستان کې د سولې لپاره کېږي، د افغانستان په خیر ګڼو، په افغانستان کې د سولې د بهیر د بري لپاره داسې هڅو ته جدي اړتیا ده.

د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم
د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم

مسکو د سپټمبر په ۱۳مه په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر د یوه پلاوي کوربه و.

د روسیې خبري اژانس تاس وویل چې د طالبانو پلاوي په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې له خاص استازي ضمیر کابلوف سره کتلي وو.

یوې خپلواکې سرچینې هم ازادي راډیو ته دا خبر تأیید کړی و.

هغوی پر دې هم غږېدلي وو چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو بیا پيل ضروري دی.

زلمي خلیلزاد هم د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او د غړو هېوادونو له استازو سره خبرې وکړې.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د اکټوبر په ۲۳مه خبریالانو ته وویل چې له طالبانو سره د خبرو د بیا پیل ملاتړ کوي، خو په دې شرط چې طالبان ومني چې ټول هغه پرمختګونه چې په وروستیو اتلسو کلونو کې شوي، خوندي پاتې کېږي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد نهه واره په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره وکتل.

خو د لیدنو او کتنو دا لړۍ د سپټمبر په پیل کې وشلېده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سپټمبر په ۹مه له طالبانو سره خبرې لغوه کړې.

د دې هڅو بیا پیل به راتلونکې اوونۍ په چین کې هم د یوې غونډې د بحث موضوع وي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د اکټوبر په ۲۳مه د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د مخامخ خبرو د پیل ملاتړ وکړ او ویې ویل چې غواړي مرسته وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم پرون د اکټوبر په ۲۴مه ازادي راډیو ته وویل چې په غونډه کې د ملي یووالي حکومت د استازو د ګډون یا نه ګډون پرېکړه لا نه ده شوې.

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم
د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم

ښاغلي سلیم وویل: "حکومت له چینایي دوستانو یو لړ معلومات او توضیحات غوښتي دي، خو چینایي لوري لا نه دي راکړي."

سلیم ونه ویل چې حکومت څه معلومات غوښتي دي.

په قطر کې د وسله والو طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهېل شاهین پر ټوېټر تأیید کړې چې چین د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د هغوی یوه پلاوي ته د ورتګ بلنه ورکړې ده.

د افغانستان حکومت مکرراً ټینګار کوي چې سوله د حکومت له شراکته پرته نه شي راتلی.

XS
SM
MD
LG