د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

ځيني سیاسیون: افغان حکومت د سولې د ملي اجماع په رامنځته کولو کې پاتې راغلی


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مرادعلي مراد
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین مرادعلي مراد

په کابل کې د ملي شورا یو شمېر غړي او سیاسیون په افغان حکومت انتقاد کوي چې د سولې لپاره د سولې د ملي اجماع په رامنځته کولو کې پاتې راغلی دی.

په کابل کې د شنبې په ورځ د سولې بنسټ تر عنوان لاندې یوه سیاسي حرکت خپل شتون اعلان کړ.

د دې بنسټ په پرانیستغونډه کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پخواني معین جنرال مرادعلي مراد وویل، د سولې په تړاو روانې وېشلې هڅې نشې کولی چې افغانان یوې تل پاتې سولې ته ورسوي.

دی وایي: "د سولې په اړه روانې وېشلې هڅې او له مختلفو ادرسونو هېڅ وخت نشي کولی چې افغانان تل پاتې سولې ته ورسېږي، د یوې تل پاتې سولې لپاره باید د افغانانو ترمنځ یوه ملي اجماع رامنځته شي، پرته له ملي اجماع سوله نه راځي."

ښاغلی مراد وايي، په داسې حال کې چې د سولې په اړه خبرې یو ځل بیا ګرمې شوي، خو د ګاونډیو او په دې برخه کې لاس په کار هېوادونو هڅې یو لاس او منسجمې نه دي.

د نوموړي په خبره، که دا هڅې سره مشترکې نه شي، کومه ګټه به ونه لري.

په ورته وخت کې د ملي شورا يو شمېر غړي حکومت او طالبان د سولې په اړه د ټينګې ارادې پر نشتون تورنوي.

د مشرانو جرګې منشي عبدالله قرلق وایي: "ولسمشر تر اوسه نه دی توانېدلی چې د سولې په اړه خپل واضح دریځ روښانه کړي او په دې برخه کې منظمه برنامه هم نه لري، له بلې خوا طالبانو هم تر دامهاله د سولې په اړه جدي اراده نه ده کړې."

د ښاغلي قرلق په خبره، روان حالت د هېڅ افغان لپاره د منلو وړ نه دی او د جګړې ښکېلې خواوې دې د دې حالت د کابو کولو لپاره لاس په کار شي.

خو د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال وايي، افغان حکومت د سولې لپاره ټينګه اراده لري

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال
د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال

ده وویل: "حکومت پایدارې او باعزتې سولې ته ژمن دی او دغه پایداره سوله د افغانانو په مالکیت راتلی شي، جمهور رئيس د لومړي ځل لپاره د سولې خبرې له متن څخه خبرو ته راوستې چې ښه بېلګه یې له حزب اسلامي سره سوله وه."

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې بیا دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې طالبانو تل د سولې لپاره خپلې هڅې جاري ساتي، هغه نورې خواوې دي چې سولې ته ژمن نه دي.

په تېره سپټمبر میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالد ترمپ له خوا طالبانو سره د سولې د خبرې تر لغوه کېدو وروسته دا شپې ورځې یو ځل بیا د افغان سولې خبرې ګرمې شوې دي.

مسکو د جمعې په ورځ په دې اړه د چینایي، روسي، پاکستاني او امریکايي چارواکو د دوهمې څلور اړخیزې غونډې کوربه و او ټاکل شوې چې دېر ژر په چین کې هم د افغان سولې په تړاو یوه بین الافغاني غونډه جوړه شي.

XS
SM
MD
LG