د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۱۶

امريکا ايران ته له بنديزونو د هر ډول معافيت پېشنهاد رد کړ

د ايران او امريکا بیرغونه
د ايران او امريکا بیرغونه

د امريکا يوه لوړرتبه ډيپلومات د ١٥ ميلياردو ډالرو په ارزښت ايران ته د مالي اعتبار د حد د تمديد لپاره له بنديزونو د معافيت مسئله رد کړه.

د بنديزونو د دغه تمديد پېشنهاد فرانسې کړى و.

د ايران لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي براين هوک پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل: تر دې نور په صراحت نه شي ويلى چې امريکا پر ايران تر ټولو زيات فشار راوستلو ته متعهده ده.

هغه ويلي چې د ايران په مورد کې به کومه استثنا يا هم معافيت ونه منل شي.

خو براين هوک دا هم وويل چې لا يې د فرانسې کوم کوټلى پېشنهاد نه دى کتلى.

د ايران لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی براين هوک
د ايران لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی براين هوک

پرون د وږي په ۱۳مه د امریکا متحده ایالاتو د ایران د فضايي څېړنو پر ادارې او دوو نورو تحقیقاتي مرکزونو د نویو بندیزونو اعلان هم کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، تهران له دې مرکزونو د بالیستیک توغندیو د پراختیا لپاره کار اخلي.

د امریکا د خزانې وزارت پر خپلې وېب‌پاڼې په یوه اعلامیه کې د ایران د فضانوردۍ پر ادارې، د فضايي څېړنو پر مرکز او د فضايي څېړنو پر یوه انسټټیوټ د بندیزونو اعلان کړی.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، هېواد به‌یې اجازه ورنه‌کړي چې ایران د خپلو بالیستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره د پردې تر شا د فضايي څېړنو له پروګرامونو ګټه واخلي.

بل‌خوا ایران ویلي، که اروپايي هېوادونه له تهران سره خپلې ژمنې پوره نه‌کړي او د اټمي تړون د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ونه‌کړي، نو ایران به هم دې تړون ته د خپلو ژمنو عملي کول محدود کړي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خولې ویلي، ډېر ژر به په دې برخه کې د ایران د اقداماتو په اړه ټولو ته معلومات وړاندې کړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دا اقدامات د مذاکراتو د پای ته رسېدو په معنی نه‌دي.

تر دې وړاندې ولسمشر حسن روحاني د ایران د پارلمان د پرانیستې غونډه کې ویلي وو، هېواد یې په راتلونکو ورځو کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره له لاسلیک کړي اټمي تړونه وځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

فرانسې ويلي چې چمتو ده چې ايران ته د روان کال تر پاى پورې د مالي اعتبار يو حد ومني، په بدل کې به تهران بېرته د ٢٠١٥ میلادي کال اټمي تړون ته چې د ايران او د نړۍ د پياوړو هېوادونو ترمنځ لاسليک شوى و، ژمن پاتې شي.

د فرانسې د دغه پېشنهاد له مخې ايران کولى شواى چې دغه پيسې په راتلونکي کې د تېلو د خرڅلاو له درکه برابرې کړي.

تر دې مخکې د اروپايي ټولنې لپاره د امريکا استازي ګوردان ساندلاند ويلي وو، واشنګټن د فرانسې پر پېشنهاد غور کوي او په دې اړه نوره تبصره نه شي کولى.

ښاغلي ساندلاند د يوه ټيليفوني کنفرانس له لارې خبريالانو ته ويلي وو، د امريکا تګلاره هماغه پر ايران نهايت فشار راوستل دي چې د خپل اټمي او د ميزائيلو د پروګرامونو په اړه مذاکرو ته مجبور شي.

د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال د ٢٠١٥ میلادي کال له اټمي تړون څخه ووت او پر ايران يې بېرته بنديزونه ولګول.

هغه تړون ايران ته له نړۍ سره د تجارت زمينه برابره کړې وه چې خپل تېل هم يې خرڅولى شواى، په بدل کې ايران خپل اټمي پروګرام محدود کړى و.

بنديزونه د ايران د تېلو له ګټې وټې پر ډک صنعت او مالي سکټور هم لګول شوي دي.

تهران د اټمي موادو په برخه کې له هغو محدوديتونو چې په اټمي تړون کې ورته ټاکل شوي وو، سرغړونه کړې او خبردارى يې هم ورکړى چې که د اټمي تړون اروپايي لاسليکوونکي لکه فرانسه، جرمني او بريتانيا اقتصادي فشارونه کم نه کړي، دا سرغړونه به نن پنجشنبه نوره هم زياتوي.

د امريکا د متحدو ايالتونو له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه پرون پوښتنه وشوه چې ايا د ملګرو ملتونو په مقر کې له حسن روحاني سره ګوري؟ هغه وويل: خامخا، هر څه ممکن دي.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

تر دې يوه ورځ مخکې د ايران ولسمشر حسن روحاني له امريکا سره د دوه اړخيزو خبرو موضوع رد کړه او ويې ويل چې پر تهران د لګول شويو بنديزونو لېرې کېدل به څو اړخيزو خبرو ته زمينه برابره کړي.

حسن روحاني د خپل هېواد پارلمان ته ويلي: له امريکا سره د خبرو لپاره هېڅ کومه پرېکړه نه ده شوې.

روحاني زياته کړې، د خبرو لپاره ډېر پېشنهادونه شوي، خو ځواب به مو تل منفي وي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د وږي د میاشتې په ۵مه ویلي وو چې په مناسبو شرایطو کې به د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

ولسمشر ټرمپ د فرانسې په بیاریتڅ ښار کې د «جي ۷» هېوادونو په سرمشریزه کې روحاني یو عالي مذاکره کوونکی بللی و.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړې وه، فکر کوي چې ولسمشر روحاني غواړي له ده سره وګوري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG