د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

د ایران د فضایي څېړنو پر ادارې د امریکا نوي بندیزونه


مایک پامپیو ویلي، هېواد به‌یې اجازه ورنه‌کړي چې ایران د خپلو بالیستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره، د پردې تر شا د فضايي څېړنو له پروګرامونو ګټه واخلي.
مایک پامپیو ویلي، هېواد به‌یې اجازه ورنه‌کړي چې ایران د خپلو بالیستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره، د پردې تر شا د فضايي څېړنو له پروګرامونو ګټه واخلي.

د امریکا متحده ایالاتو د ایران د فضايي څېړنو پر ادارې او دوو نورو تحقیقاتي مرکزونو د نویو بندیزونو اعلان کړی دی.

امریکايي چارواکو ویلي، تهران له دې مرکزونو د بالیستیک توغندیو د پراختیا لپاره کار اخلي.

د امریکا د خزانې وزارت پر خپلې وېب‌پاڼې په یوه اعلامیه کې د ایران د فضانوردۍ پر ادارې، د فضايي څېړنو پر مرکز او د فضايي څېړنو پر یوه انسټټیوټ د بندیزونو اعلان کړی.

همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، هېواد به‌یې اجازه ورنه‌کړي چې ایران د خپلو بالیستیک توغندیو د پیاوړتیا لپاره، د پردې تر شا د فضايي څېړنو له پروګرامونو ګټه واخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو

د ښاغلي پامپیو په خبره، د ایران وروستي اقدام چې هڅه‌یې کوله د اګسټ په ۲۹مه فضا ته د توغندي استول وازمايي، دا ګواښ نور هم جوت کړ.

امریکا فضا ته د توغندیو د استولو د ټکنالوژۍ په اړه ایران ته خبرداری ورکړی او اندېښنه لري چې فضا ته د سپوږمکیو د استولو له دې پروګرام څخه به ایران د خپلو لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د ودې او وړتیاوو لوړولو لپاره کار واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ۲۰۱۸ میلادي کال په مې میاشت کې له ایران سره د نړۍ د شپږ ځواکمنو هېوادونو له اټمي تړون څخه امریکا وایسته.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د ښاغلي ټرمپ په باور، د ایران د اټمي پروګرامونو د مخنیوي لپاره دا تړون اغېزناک نه‌دی او پر تهران‌یې بېرته بندیزونه ولګول چې د دې هېواد اقتصاد ته‌یې سخت زیان اړولی او د ایران د پیسو ارزښت‌یې هم راټیټ کړی دی.

بل‌خوا ایران وايي، که اروپايي هېوادونه له تهران سره خپلې ژمنې پوره نه‌کړي او د اټمي تړون د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ونه‌کړي، نو ایران به هم دې تړون ته د خپلو ژمنو عملي کول محدود کړي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف له خولې ویلي، ډېر ژر به په دې برخه کې د ایران د اقداماتو په اړه ټولو ته معلومات وړاندې کړي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې دا اقدامات د مذاکراتو د پای ته رسېدو په معنی نه‌دي.

تر دې وړاندې ولسمشر حسن روحاني د ایران د پارلمان د پرانیستې غونډه کې ویلي وو، هېواد یې په راتلونکو ورځو کې د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو سره له لاسلیک کړي اټمي تړونه وځي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال. August 27, 2019
د ایران ولسمشر حسن روحاني په تهران کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال. August 27, 2019

نوموړي ټینګار کړی و چې له دغه تړون څخه د امریکا تر وتلو وروسته، اروپايي لاسلیک کوونکو خپلې ژمنې سمې نه‌دي عملي کړي او د ښاغلي روحاني په وینا که دغه هېوادونه همداسې دوام ورکړي، ایران نور اړ نه‌دی چې خپل اټمي پروګرام د دغه تړون په چوکاټ کې محدود کړي.

له ایران سره د نړۍ شپږو پیاوړو هېوادونو روسیې، امریکا، چین، فرانسې، جرمني او بریتانیا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې اټمي تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې ایران خپل اټمي پروګرام محدودوي او نړیواله ټولنه پر تهران بندیزونه لیرې کوي، خو امریکا تېر کال له دغه تړون څخه ووته او پر ایران‌یې بېرته بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG