د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

ټرمپ: له روحاني سره د لیدنې ښه چانس شته


د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې په مناسبو شرایطو کې به د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره وګوري.

ولسمشر ټرمپ پرون دوشنبه د فرانسې په بیاریتڅ ښار کې د «جي ۷» هېوادونو په سرمشریزه کې، روحاني یو عالي مذاکره کوونکی وباله.

د ښاغلي ټرمپ په خبره، فکر کوي چې ولسمشر روحاني غواړي له ده سره وګوري.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د خپلو پرونیو خبرو په یوې برخه کې ټینګار وکړ چې ایران نه‌شي کولای اټمي وسله او بالیستیک توغندي ولري.

نوموړي زیاته کړه، واقعاً باور لري چې ایران یو عالي هېواد اوسېدای شي.

ولسمشر ټرمپ وویل له ایراني سیال سره‌یې د لیدو لپاره ډېر ښه چانس شته.

د ولسمشر ټرمپ په خبره پر ایران د امریکا بندیزونه پر هغه هېواد سخت اغېز کړی دی.

په فرانسه کې د «جي ۷» غونډه
په فرانسه کې د «جي ۷» غونډه

ښاغلی ټرمپ زیاتوي: "بندیزونه ایران ته سخت زیان رسوي. زه واقعاً نه‌غواړم د داسې څه شاهد واوسم، واقعاً نه‌غواړم. هغوی ډېر ښه خلک دي. زه نه‌غواړم دا وضعیت ووینم، خو موږ نه‌شو کولای پرېږدو چې دوی اټمي وسله ولري، نو ځکه فکر کوم زموږ د لیدنې لپاره ښه چانس شته."

وروسته له هغه چې د امریکا ولسمشر په ۲۰۱۸ کال کې د ایران له اټمي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران‌یې نوي بندیزونه ولګول، د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا ډېره شوې ده.

هغه همداراز زیاته کړه چې په څو اوونیو کې د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره لیدنه رښتونې ښکاري.

ډونالد ټرمپ وایي د امریکا متحده ایالات له اټمي تړونه تر وتلو وروسته پر ایران د بندیزونو د لګولو لپاره غرامت نه‌ورکوي، خو زیاتوي چې ایران امتیاز ترلاسه کولای شي.

د ښاغلي ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه شوي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د یو لړ ډیپلوماتیکو نوښتونو په ترڅ کې هیله وښوده چې وکولای شي په راتلونکو اوونیو کې د ټرمپ او روحاني ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په مختصر او غیر منتظره توګه په «جي ۷» سرمشریزه کې ګډون وکړ.

هدف‌یې د تهران د اټمي پروګرام په اړه پر ډیپلوماتیک خنډ بحث وو.

په همدې حال کې د ایران ولسمشر حسن روحاني د ښاغلي ظریف دغه سفر او هم د امریکا د بندیزونو په نتیجه کې رامنځته شوي وضعیت ته په اشارې د دوشنبې په ورځ وویل، که وپوهېږي چې له یوه کس سره‌یې لیدنه نتیجه لرلی شي، نو مخ به ونه‌ګرځوي.

نوموړي په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي.

د ایران لوړپوړي مشر علي خامنه‌اي تر دې وړاندې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې ممنوع اعلان کړې وې.

XS
SM
MD
LG