د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د فرانسې ولسمشر نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره ګوري


د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون نن د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره په کتنه کې د ایران د لانجمن اټمي پروګرام په اړه خبرې وکړي.

دا ډول کتنې چې د یوه اروپايي هېواد ولسمشر د کوم بل هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري، نسبتاً غیر معمولي دي، خو دا لیدنه مهمه بلل کېږي، ځکه له دې یوه ورځ وروسته به فرانسه د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې کوربه وي.

په پام کې ده چې د فرانسې په جنوبي ښار بیاریټز کې په دې درې ورځنۍ غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ګډون وکړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ټرمپ تېرکال د ایران له اټمي موافقې چې د نړۍ شپږو پیاوړو هېوادونو لاسلیک کړی و، د متحدایالاتو وتل اعلان کړل.

ظریف په روانه اوونۍ کې سکاندیناوي هېوادونو ته له سفر وروسته ویلي وو چې په پاریس کې به هم خبرې وکړي.

د مکرون او ظریف کتنه په داسې حال کې پلان شوې ده چې په دې وروستیو کې د لوېدیځو هېوادونو او تهران ترمنځ اړیکې د ایران د اټمي پروګرام د لا چټکېدو له کبله ترینګلې شوي.

تهران د ۲۰۱۵ کال له اټمي موافقې د امریکا له وتلو او پر دې هېواد د ولسمشر ټرمپ د بندیزونو له بیا پیلېدو وروسته د خپل اټمي پروګرام د پراخولو اعلان وکړ.

که څه هم یو شمېر شنونکو خبرداری ورکړی و چې د امریکا وتل به له ایران سره د ۲۰۱۵ کال د موافقې اعتبار هم له منځه یوسي، خو فرانسې او د دې موافقې نورو اروپايي لاسلیکوونکو یې د اعتبار د دوام غوښتنه کړې.

ولسمشر مکرون ټینګار کړی چې له ایران سره د روان کړکېچ د پای ته رسولو یوازنۍ لاره ډيپلوماسي ده او په تېره یوه میاشت کې یې د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړی ډيپلومات ایمانویل بوني دوه ځلې تهران ته واستاوه.

د فرانسې د جمهوري ریاست یوه چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دا لیدنې کتنې به دوام وکړي.

مکرون د چهارشنبې په ورځ اعتراف وکړ چې د ایران پرسر د جي اووه ډلې د غړو ترمنځ اختلافونه شته، خو ده زیاته کړه چې هغوی ته به ځیني وړاندیزونه هم وړاندې کړي.

ښاغلي ظریف پرون په ناروې کې د څرګندونو پرمهال وویل چې مکرون خپل ایراني سیال حسن روحانې ته هم ځیني وړاندیزونه کړي دي او ځکه روحاني دی پاریس ته واستاوه، څو وویني چې ایا دا وړاندیزونه د عملي کولو وړ دي؟

هغه زیاته کړه چې دا به یو فرصت وي، څو څرګنده شي چې د دواړو خواوو ترمنځ یوه توافق ته د رسېدو په برخه کې ګډ ټکي شته که نه.

XS
SM
MD
LG