د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۶

جواد ظریف د فرانسې له ولسمشر سره د ایران د اټمي موافقې په اړه خبرې کړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف او د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون

د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د فرانسې له ولسمشر سره وکتل او د نړۍ له پیاوړو قدرتونو سره د ایران د اټمي موافقې په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن د فرانسې له ولسمشر ایمانوئل مکرون سره تر کتنې وروسته وویل چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي موافقې په اړه د دوی خبرې ګټورې وې.

روېټرز خبري اژانس د ایران د ایلنا خبري اژانس په حواله خبر ورکوي چې جواد ظریف ویلي چې فرانسې یو لړ وړاندیزونه مطرح کړل او ده هم په دې اړه چې د ایران اټمي موافقه به څنګه په عمل کې پلې کېږي او دا چې دواړه لوري باید کوم اقدامات وکړي، خپل وړاندیزونه ورته وړاندې کړل.

په خبر کې د ظریف له قوله دا هم ویل شوي چې خبرې مثبتې او ګټورې، خو طبعاً هر څه په دې پورې تړلي دي چې اروپايي ټولنه د اټمي موافقې په چوکاټ کې خپلې ژمنې او همداراز هغه ژمنې چې د دې موافقې له لاسلیک او د امریکا له وتلو وروسته یې کړي دي، څنګه عملي کوي.

اژانس د ایران د بهرنیو چارو د وزیر له قوله زیاتوي چې د ایران د اټمي موافقې په اړه بیا خبرې امکان نه لري.

جواد ظریف په داسې حال کې له ولسمشر مکرون سره ګوري چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې په درشل کې فرانسې او بریتانیا ویلي، په دې غونډه کې به دواړه هېوادونه د ایران په برخه کې ګډ دریځ ولري.

په پام کې ده چې د جي۷ په سرمشریزه کې د نورو مسایلو ترڅنګ د ایران د اټمي موافقې په اړه هم بحث وشي، په داسې حال کې چې متحدایالاتو له خپلو اروپايي متحدانو سره په دې مسئله کې مخالف دریځ نیولی دی.

ولسمشر ډونالد ټرمپ تېرکال د ایران له اټمي موافقې څخه د متحده ایالاتو وتل اعلان کړل.

یوې بریتانوۍ ډيپلوماتیکې سرچینې نن جمعه وویل، له ولسمشر ټرمپ سره د بریتانیا د صدراعظم بوریس جانس له کتنې سره سره د ایران په برخه کې د دې هېواد په دریځ کې به بدلون رانه شي.

سرچینه زیاتوي، بریتانیا فکر کوي چې له ایران سره د شپږو پیاوړو قدرتونو متحده ایالاتو، بریتانیا، فرانسې، جرمني، روسیې او چین له خوا لاسلیک شوی تړون د دې خبرې د یقیني کولو لپاره چې ایران باید اټمي وسله ترلاسه نه کړي، لاهم تر ټولو غوره لاره ده.

روېټرز خبري اژانس د یو فرانسوي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی ښودلی، لیکي چې وايي، د اروپا درې لوی قدرتونه فرانسه، بریتانیا او جرمني باید د ایران په برخه کې خپل یووالی وساتي.

XS
SM
MD
LG