د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۴

د کشمیر لانجه او د ایران د اټمي پروګرام مسئله د جي۷ په غونډه کې شاملې وي


د ايران اټمي پروګرام او په کشمير کې روانه لانجه ښايي د فرانسې په جنوب کې د دوه ورځنۍ سرمشريزې په بحثونو کې شامل وي.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو يا (G-7) د دغې دوه ورځنۍ سرمشريزې کوربه د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون دى.

په سرمشريزه کې د نورو رهبرانو تر څنګ د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ او د بریتانیا نوی صدراعظم بوریس جانسن هم ګډون کوي.

ډونالد ټرمپ له واشنګتن څخه د روانېدو پر مهال خبریالانو ته ويلي چې تمه لري د جي اووه ډلې له غړو سره به یې خبرې ډېرې ګټورې وي.

په دې سرمشريزه کې به چې د فرانسې په بياريڅ کې کېږي، د جي اووه د نورو غړو جرمني، کاناډا، ایټالیا او جاپان تر څنګ د هند صدراعظم نریندرا مودي هم د مېلمه په حيث ګډون وکړي.

ويل شوي چې د هندوستان صدراعظم نريندرا مودي به د کشمير پر لانجې د بحث لپاره په انفرادي ډول د نړۍ له ځينو رهبرانو سره وګوري.

د سرمشريزې په درشل کې د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي ته ویلي چې پاریس په کشمیر کې روان وضعيت له نږدې څاري.

د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي
د فرانسې ولسمشر ایمانوئل مکرون او د هندوستان صدراعظم نریندرا مودي

مکرون دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغې وکړې چې له پاریسه بهر یې په شانتیلي سیمه کې له مودي سره وکتل.

د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې وروسته له هغې کړکېچ زیات شو چې نوي ډیلي د اګست مياشتې پر پنځمه له جمو کشمیر څخه د کورواکۍ ځانګړی موقف واخیست او دې سیمې ته یې اضافي امنیتي ځواکونه واستول.

په سرمشريزه کې به د ايران د اټمي پروګرام لانجمنه موضوع هم مطرح شي.

واشنګټن سږکال هڅه کړې چې پر اروپايي متحدانو فشار راولي چې د بنديزونو او نورو اقداماتو په مرسته پر ايران تر ټولو زيات فشار راوستلو کې همکاري وکړي، څو په دې ډول ايران پر خپل لانجمن اټمي پروګرام مذاکرو ته مجبور شي.

په فرانسه کې د بريتانيا يوې ډيپلوماتيکې سرچينې روېټرز اژانس ته ويلي چې دوى د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون سخت ملاتړي دي.

له دغه تړونه د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ٢٠١٨ میلادي کال په مې مياشت کې د وتلو اعلان وکړ او ادعا يې کړې چې د تړون شرايط په کافي اندازه سخت نه وو.

دغې سرچينې له روېټرز اژانس سره په خپلو خبرو کې ويلي: دا ډېره مهمه ده چې ايران اټمي وسلې ترلاسه نه کړي.

سرچينه وايي، دا مهمه ده چې اټمي تړون دوام پيدا کړي او د ده په خبره، فکر نه کوي چې په دې برخه کې د بريتانيا دريځ بدل شي.

د بريتانيا دغې سرچينې ويلي، که څه هم د بريتانيا صدراعظم بوريس جانسن ښايي د امريکا موقف ته تمايل وښيي، خو د بريتانيا حکومت به په خپل دريځ کې د پام وړ تغيير رانه ولي.

خو سرچينې ويلي، دا ډېره مهمه ده چې ايران د ٢٠١٥ میلادي کال اټمي تړون ته په بشپړ ډول ژمن پاتې شي.

XS
SM
MD
LG