د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۶

د ایران په سمنان کې په یوه فضايي مرکز کې یو توغندی د توغولو په وخت کې چاودلی


ارشیف
ارشیف

د ایران په سمنان ولایت کې په هغه فضايي مرکز کې یو توغندی چې په پام کې وه ورڅخه د پنجشنبې په ورځ فضا ته وتوغول شي، د توغولو په دستګاه کې چاودلى دى.

یوه ایراني چارواکي تأیید کړه چې چاودنه د ایران د سمنان ولایت د امام خميني په فضايي مرکز کې شوې ده.

دا ظاهراً د ايران درېيم توغندى دى چې روان کال يې فضا ته توغول ناکامېږي.

روېټرز خبري اژانس د ايران د يوه چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط يې خبرې کړي، له قوله خبر ورکوي چې ويلي يې دي، دغه توغندى د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله منفجر شوى دى.

دغه چارواکي ويلي، د ايران ځوان ساينسپوهان د دې ستونزې د حل هڅه کوي.

روېټرز د يوه امريکايي چارواکي خبرې هم را اخيستي چې ويلي يې دي، فضا ته د ايران له خوا د سپوږمکۍ توغول ناکام شوي دي.

په هغو تصویرونو کې چې د پلانیت لابس او ماکسرټکنالوژۍ شرکتونو سټلايټونو اخیستي، ښکاري چې د توغندي د توغولو له دستګاه څخه تور لوګى پورته کېږي.

څو ورځې مخکې له دې ځایه په اخیستل شویو تصویرونو کې چارواکي لیدل کېږي چې د توغولو دغه دستګاه په شنه رنګ رنګوي.

په پرونیو تصویرونو بیا ښکاري چې ظاهراً نیمایي برخه یې سوځېدلې ده.

دغه چاودنه داسې مهال کېږي چې د بريتانيا، فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران به نن د فلنډ په پلازمېنه هیلسنګي کې د ايران د اټمي تړون پر خونديتوب خبرې وکړي.

دا هغه درې هېوادونه دي چې د ٢٠١٥ میلادي کال په اټمي تړون کې لاهم پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې پر ايران د امريکا متحدو ايالتونو فشارونه دوام لري.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره فيدريکا موګريني به هم له دغو وزیرانو سره په دې غونډه کې چې د اروپايي ټولنې د غونډې په څنډه کې جوړېږي، ګډون وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره فيدريکا موګريني
د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره فيدريکا موګريني

د دوى په خبرو کې به په خليج کې د کښتيو د امنيت حساسه موضوع هم مطرح شي.

د تهران او لوېديځ ترمنځ اړيکې وروسته له هغې خرابې شوې چې د امريکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېر کال له اټمي تړون څخه د واشنګټن د وتلو اعلان وکړ.

دغه اټمي تړون په ٢٠١٥ میلادي کال کې لاسليک شوى و چې درې اروپايي هېوادونه او دوه نور لاسليکوونکي يې روسيه او چين هڅه کوي چې دغه موافقه برحاله پاتې شي.

ولسمشر ټرمپ ويلي چې دا موافقه کافي نه ده چې د ايران د اټمي وسلو د توليد مخه ونيسي.

په یوه بل پرمختګ کې د امریکا خزانې وزارت پرون له حزب الله او حماس ډلو سره په تړاو شرکتونو او افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل.

د خزانې وزارت وویل چې په لبنان کې دېره جمال ټرست بانک باندې په دې خاطر بندیزونه لګوي چې د سخت دریځې حزب الله ډلې د غیر قانوني مالي او بانکي فعالیتونو ملاتړ کوي.

د دغه اقدام له مخې جمال ټرست بانک له حزب الله سره د مالي، مادي او ټکنالوژۍ ملاتړ یا له دغې ډلې څخه د مالي یا نورو برخو کې د ملاتړ په خاطر ځانګړی نړیوال ترهګر ارګان پېژندل کېږي.

د راپور له مخې، د حزانې وزارت په بیان کې ویل شوي چې جمال ټرسټ له اوږدې مودې راهیسې د حزب الله له مهمې مالي ادارې سره اړیکې لرلې او د شهیدانو له فونډېش او هغو کمپنیو سره چې د حزب الله اجرائیوی شورا پرې کنټرول لري، مالي خدمات برابر کړي دي.

بیان زیاتوي چې جمال ټرسټ په غلط ډول د لبنان د مالي سېستم بشپړتیا زیانمنوي.

د امریکا د خزانې وزارت دغه راز ویلي چې په عمان کې یې هغه افراد په نښه کړي چې ګومان کېږي، د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک له خوا په غزه کې حماس ته د نغدو پیسو په لېږدولو کې لاس لري.

محمد سرور، کمال عبدالرحمن عارف عواد، فواز محمد علي ناصر او محمد کمال العیا هغه افراد دي چې دغه بندیزونه پرې لګول شوي.

د ترورېزم او مالي استخباراتو په چارو کې د خزانې وزارت مرستیال سیګال مندلکر وویل چې دغو کسانو د ایران له قدس ځواک څخه د لبنان د حزب الله ډلې له لارې په غزه کې حماس ډلې ته چې یوه ترهګره ډله نومول شوې، په لسګونو ميلیونو ډالرو په لېږدولو کې مرسته کړې ده.

د خزانې وزارت وویل چې په عمان کې دغه اقدامات له دې هېواد سره د شراکت په چوکاټ کې شوي دي.

د دغو بندیزونو له مخې افراد او سازمانونه منعه کېږي او هم امریکایي اتباع او شرکتون نشي کولای چې ورسره معاملې وکړي.

XS
SM
MD
LG