د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

اروپايي ټولنه: له ایران سره د اټمي موافقې د ساتنې هڅې به جاري ساتو


د اروپایي ټولنې بیرغ
د اروپایي ټولنې بیرغ

اروپايي اتحادیې ویلي چې له ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د ساتنې لپاره به هڅې جاري وساتي.

خو تر هغه ور وړاندې که څه ور زیاتېدلی شي، دوی یې هرکلی کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني پرون د اګست په دېرشمه په هلسنکي کې وویل چې په بشپړ ډول د موافقې د خوندي ساتلو لپاره هڅو ته به اولویت ورکوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشره فدریکا موګریني

د اروپايي اتحادیې د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په فنلنډ کې غونډه وکړه.

د هغوی د بحث یوه اساسي موضوع دا وه چې له ایران سره کړې موافقه په څه ډول خوندي پاتې کېدلی شي.

د ایران حکومت تر ډېرو بحثونو وروسته په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امنیت شورا له پنځو قدرتونو او جرمني سره موافقه وکړه چې د بندیزونو د کمېدو په بدل کې به خپل اټمي فعالیت محدود کړي.

خو امریکا په ۲۰۱۸ میلادي کال کې وویل چې موافقه نیمګړې ده او ورڅخه ووتله.

امریکا تر وتلو وروسته پر ایران خپل اقتصادي بندیزونه له سره ولګول چې د ایران اقتصاد یې تر ډېر فشار لاندې کړی او ورڅخه غواړي چې په بشپړ ډول خپل اټمي فعالیت بند کړي.

له هغه راهیسې د موافقې دوام په شک کې دی او اروپايي هېوادونه غواړي چې له لغوه کېدو وساتل شي.

د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې فدریکا موګریني پرون خبریالانو ته وویل: زما رول دا دی چې موجوده موافقه په بشپړ ډول عملي شي، خو که بل څه ورباندې اضافه کېدلی شي، موږ یې هرکلی کوو او اروپايي اتحادیه به یې ملاتړ کوي.

په همدې حال کې، د ایران او غربي دولتونو ترمنځ د هرمز په تنګي کې کړکېچ د زیاتېدو په حال کې دی.

د هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د سترو بېړیو د تګ راتګ پر مهمه سمندري لارې پروت دی.

ایران په وروستیو کې د غربي دولتونو د تېلو د یو شمېر ټانکرونو او سترو بېړیو د نیولو هڅې کړي دي.

بریتانیې په وروستیو کې له واشنګټن سره لاس یو کړ او په هغه ماموریت کې چې امریکا د فارس په خلیج کې د تېلو د نړیوال ټرانزیت د خوندیتوب لپاره پیل کړی، ګډه شوه.

خو یوشمېر نور اروپايي هېوادونه زړه نا زړه دي او فکر کوي چې د فارس په خلیج کې د غربي پوځونو زیاتېدل به په سیمه کې د پوځي بحران پیل ته لاره خلاصه کړي.

XS
SM
MD
LG