د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۴

د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نن هم دوام کوي


امریکايي پلاوي او طالب استازو د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره نهه ځله په قطر کې خبرې اترې وکړې (د ارشیف انځور)
امریکايي پلاوي او طالب استازو د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره نهه ځله په قطر کې خبرې اترې وکړې (د ارشیف انځور)

په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې نن هم دوام لري.

په قطر کې د امریکا د مرکچي پلاوي یو غړی ازادي راډیو ته وايي، "مذاکرات دوام لري. موږ اټکل نه‌شو کولای چې څومره وخت به ونیسي ترڅو پاتې مسایل حل شي."

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دغو خبرو اترو دوام په داسې حال کې تأیید کړ چې یو شمېر رسنیو په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو د نهم پړاو د پای ته رسېدو خبرونه خپاره کړل.

د دې دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل، ځیني وروستي مسایل پاتې دي چې باید بحثونه پرې وشي.

ښاغلی شاهین زیاتوي: "خبرې اترې نن هم روانې دي، ممکن خلیل‌زاد کابل ته ولاړ شي، خو ټيم‌یې دلته حضور لري، مذاکرات روان دي، یو شمېر برخې شته چې ورته جنجالي مسایل نه‌شو ویلی، خو باید پرې خبرې وشي او تر اوسه وروستي شوي نه‌دي، خو د دې بحث په ختمېدو سره توافق‌نامه بشپړېږي."

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له یو شمېر خبریالانو سره د خبرو پر مهال.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له یو شمېر خبریالانو سره د خبرو پر مهال.

ښاغلي شاهین د هغه مسایلو په اړه جزئیات نه‌ورکوي چې لا هم پرې موافقه نه‌ده شوې.

نوموړي دا هم ونه‌ویل چې روانې خبرې به کله پای ته ورسېږي، خو وايي کله چې د وروستیو مواردو په اړه موافقه وشي، هماغه وخت خبرې پای ته رسېږي.

دی وايي ډېر امکان شته چې دواړه لوري یو وار بیا هم د ټولو بحثونو پایلې له خپلو مشرانو سره شریکې کړي.

په قطر کې یو شمېر سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ د نن ورځې خبرې د کابل پر وخت یوه نیمه بجه پیل شوې دي.

تر دې وړاندې ویل شوي وو چې د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه نهايي شوې او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد له افغان چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته ځي.

شاهین هم کابل ته د خلیل‌زاد سفر تأييدوي، خو وايي چې ټیم به‌يې د خبرو لپاره په قطر کې پاتې وي.

امریکايي پلاوي او طالب استازو له دې وړاندې اته پړاوه خبرې کړي او نهم پړاو خبرې له تېرې نږدې یوې اوونۍ راهیسې روانې دي.

په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو یو پړاو (د ارشیف انځور)
په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو اترو یو پړاو (د ارشیف انځور)

په همدې حال کې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره په خپل قوي موقف ټینګار کوي.

د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي په کابل کې د چهار شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: "دا به د طالبانو لویه تېروتنه وي چې ترلاسه شوی فرصت له لاسه ورکړي، طالبان پرته له خبرو د قضيې اصلي اړخ سره چې د افغانستان حکومت دی او د دې حکومت تر شا د ۳۰ میلیونه افغانانو ملاتړ دی بله لاره نه‌لري، افغان حکومت طالبانو ته د دې جګړې د ختم لپاره د خبرو وړاندیز کړی."

بل‌خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي، هېواد یې غواړي چې ژر تر ژره ډېری امریکايي سرتېري له افغانستانه بهر کړي.

XS
SM
MD
LG