افغانستان
په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د خبرو دوام
په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ خبرې نن شپږمې ورځې ته وغځېدې.
د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې خبرې تېره شپه تر ناوخته پورې روانې وې.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نیمه شپه پر ټویټر په یوه پیغام کې لیکلي دي چې له امریکايي ټیم سره د دوی خبرې به نن سې شنبه دوام وکړي او دوی به هڅه وکړي چې د توافقنامې وروستي ټکي نهايي کړي.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د دوو طالب قوماندانانو په حواله هغه ورکړل شوي راپورونه رد کړي چې وايي په احتمالي اوربند کې به پر افغان ځواکونو د طالبانو د حملو بندېدل نهوي شامل.
خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کې لیکلي، موږ به هم اوس او هم له طالبانو سره له هر راز موافقې وروسته د افغان ځواکونو دفاع وکړو او زیاتوي، ټول اړخونه پر دې سلا شوي چې د افغانستان د راتلونکي پرېکړه به په بینالافغاني خبرو کې کېږي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره وايي د کندهار او کابل طالبان څه توپیر نه لري؛ افغان ښځې له سختو بشري سرغړونو سره مخ دي
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې مشرې انالینا بربوک په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو محرومیت د بشري حقونو تر ټولو کلکه سرغړونه وبلله.
هغې نن دوشنبه په جنوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۶۱ ناستې ته خپله وینا د افغان ښځو او نجونو د حقونو په موضوع پیل کړه.
بربوک تر دې مخکې د جرمني د بهرنیو چارو وزیره وه. هغې د وزارت پر مهال هم د افغان ښځو او نجونو د حقونو د نقض په تړاو خپل غږ پورته کړی وو.
اغلې بربوک دغو بشري حقونو سرغړونو ته په پام چې د دې په خبره ځینې یې جنسیتي اپارتاید بولي نړیوالې ټولنې ته د طالبانو په وړاندې د نرم چلند خبرداری ورکړ.
اغلې بربوک وویل هغه تصور چې د کندهار د طالبانو په پرتله د کابل ډله معتدله دي ناسم ختلی دی.
د ملګرو ملتونو دې جګپوړې چارواکې همداراز وویل دوی په دې بحثونه کوي چې څنګه افغانستان کې اړمنو ته بشري مرستې ورسوي دې ته په پام چې د ملګرو ملتونو د دفاترو په ګډون افغان ښځې له کار کولو منع شوي دي.
ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ د پاکستان پر ضد شکایت ثبت کړی
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ وايي چې پر افغان خاوره د پاکستان د وروستیو بریدونو په تړاو یې امنیت شورا ته خپل رسمي شکایت وسپاره.
د دې استازولۍ مشر نصیراحمدفایق دوشنبه سهار په خپله ایکس پاڼه په بیان کې لیکلي چې: «موږ د دغو سرغړونو د سمدستي بندېدو او څېړنې، حساب ورکولو، د ځمکنۍ بشپړتیا درناوي، د ملګرو ملتونو منشور ته ژمنتیا، او د نړیوالو قوانینو بشپړ رعایت غوښتنه کوو.»
د فایق په خبره د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام وګړي وژل شوي.
د شنبې ماخوستن ناوخته د پاکستان جټ الوتکو په ننګرهار او پکتیکا کې یو شمېر سیمې بمبار کړې.
د ننګرهار په بهسودو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د یوې کورنۍ اتلس کسان وژل شوي.
اخوا د پآکستان د پوځ مطبوعاتو ادارې ای اس پي ار نن په یوه بیان کې بیا لیکلي چې افغانستان کې د طالبانو حکومت د هغو وسله والو په ځپلو کې پاتې راغلی چې د دوی په ادعا له افغان خاورې پر پاکستان بریدونه پلان او ترسره کوي.
ای اس پي ار زیاته کړې چې د پاکستان پوځ به د دغو وسله والو پر ضد خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا خبرداری ورکړی چې د پاکستان په څېر دوی ملکیان هدف نه شي ګرځولی بلکې پاکستاني پوځیان به په نښه کړي:
"د دغو بریدونو په ځواب کې پاکستاني پوځیان په نښه کړو".
ښاغلي مجاهد دا خبره د یکشنبې په ورځ له اریانا نیوز سره په یوې مرکه کې کړې ده.
د پوهني وزارت؛ د پاکستان په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي
د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت وايي، د ننګرهار په بهسود کې والسولۍ کې د پاکستاني پوځ په بریدونو کې اته زده کوونکي وژل شوي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، وژل شویو کې پنځه هلکان او درې نجونې شاملې دي.
د اعلامیې په ټکو، د پکتیکا په برمل والسولۍ کې د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د مدرسې یو بل زده کوونکی ټپي شوی دی.
پاکستاني پوځ د یکشنبې په ورځ په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
د ننګرهار د امنې قومندانۍ ویاند ازادي راډيو سره خبرو کې ویلي، "د پاکستاني پوځ په بریدونو کې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ ۱۸غړي وژل شوي دي".
د پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي،"په دغو هوايي بریدونو کې يې د تحریک طالبان پاکستان او داعش ډلې ۷ غړي وژلي دي".
خو طالبان وايي،" په هوايي بریدونو کې په نښه شوي او وژل شوي کسان ټول ملکیان دي".
جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده
د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو ایف پي) وايي، "جاپان اړمنو افغانانو سره د څلورو میلیونو ډالرو مرسته اعلان کړې ده".
دغه پروګرام د یکشنبې د (فبرورۍ۲۲مه) پر خپلې ایکس پاڼې لیکي،"دغه بشري مرستې به په راتلونکو ۱۲میاشتو کې پر۸۰زره اړمنو افغانانو وویشل شي".
د ډبلیو ایف پي په ټکو، ۳۰زره خوارځواکې میندې او ماشومان به هم د ژوند ژغورنې دغه مرستې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې په روان کال کې نژدې ۲۲میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړمن دي.
بادغیس کې خونړۍ ترافیکي پېښه، ۹ تنه مړه او ۳۵ ژوبل دي
په بادغیس کې په یوه ترافیکي پیښه کې نهه کسان مړه شوي دي.
په بادغیس کې د طالبانو امنیه قومانداني په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پیښه نن یکشنبه ( د کب ۳مه) له غرمې مخکې د قلعه نو ښار په سبزک سیمه کې رامنځته شوې.
د اعلامیې له مخې، د هرات څخه بادغیس ته روان یو ۳۰۳ مسافر وړونکی بس له سړک څخه ووت، چې له امله یې نهه مسافر مړه او ۳۵ نور ټپیان شول.
د دوی په وینا، ښځې او ماشومان په قربانیانو کې شامل دي، او د پیښې په اړه څیړنې روانې دي.
د شنبې په ورځ، د بدخشان ولایت په تاشکان ولسوالۍ کې د سیند په غاړه د موټر د چپه کیدو له امله پنځه کسان مړه شول.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) په دې وروستیو کې ترافیکي پیښې د مخنیوي وړ ناورین او په افغانستان کې د مړینې یو له اصلي لاملونو څخه بللې دي.
جاپان د افغانستان د بیارغونې صندق ته نژدې ۳ میلیارده ډالر ورکړل
په کابل کې د جاپان سفارت وایي، د اړمنو افغانانو د لاسنیوي لپاره یې د افغانستان د بیارغونې صندوق ته دوه اعشاریه ۸ میلیونه ډالر ورکړي دي.
دغه سفارت نن یکشنبه ( د کب ۳مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دغې همکارۍ هوکړه یې له نړیوال بانک سره لاسلیک کړه.
وړاندې راغلي چې دا پیسې به د د اړمنو ښځو او ځوانانو په ګډون د زیانګالو افغانانو د ژوند په ښه والي ولګول شي.
دا مرسته داسې مهال کیږي چې د خوړو نړیوال سازمان تېره اونۍ وویل چې په افغانستان کې د لوږې کچه ګواښونکي حالت کې ده.
تورخم کې څه باندې ۵۰۰ میله وسله نیول شوې
د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دوی ځواکونو په تورخم کې ۵۲۵ میله بیلابیلې وسلې او مهمات نیولي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د والي مرستیال غلام الرحمن حیدري رسنیو ته ویلي چې دغه وسلې او مهمات له پاکستانه افغانستان ته د راستنو شویو افغان کډوالو په یوه موټر کې نیول شوي.
د دغو وسلو د رالیږدولو په تور د طالبانو حکومت یو افغان او یو پاکستانی وګړی نیولي دي.
په خواله رسنیو کې هم د یادو وسلو د نیول کېدو او د طالب چارواکو څرګندونې ډېرې منعکس شوې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر له امیرخان متقي سره د اقتصادي اړیکو په پراختیا غږېدلی
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف ویلي چې د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې د اقتصادي پراختیا او نورو مسایلو په اړه خبرې کړي.
ښاغلي سعیدوف شنبه ماښام په خپله ایکس پاڼه په دې اړه یو بیان خپور کړی.
هغه دا ټیلیفوني خبرې رغنده بللي.
سعیدوف ټینګار کړی چې ده او متقي د ښو اړیکو په جوړولو، او همداراز د دایمي ثبات، پراختیا او دوه اړخیزې ښیرازۍ لپاره د سیمه ییز اتصال د پراختیا په اړه ژمنې وکړې.
ازبکستان لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی خو څو واره یې لوړپوړي پلاوي افغانستان ته لیږلي.
یو برازیلی د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم روزونکی شو
برازیلی خوزه انتونیو نوګیرا د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې نوی سر روزونکی وټاکل شو.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن نوګیرا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په کابل کې معرفي کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د بیان له مخې نوګیرا یو کلن تړون لاسلیک کړی دی.
تر ده ده مخکې ایټالیایی وینچنزو البرتو د افغانستان د فوټبال د ملي ټیم سر روزونکی و.
ریچارډ بنټ د افغان نجونو او ښځو د روغتیایي سلامتیا راپور وړاندې کوي
ټاکل شوې ده چې د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی روانه اونۍ د افغان ښځو او نجونو د روغتیایي سلامتیا د حقونو په اړه راپور وړاندې کړي.
ریچارډ بنټ ازادي راډیو ته وویل چې په دې راپور کې به پر دریو ټکیو تمرکز کیږي، لومړی دا چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې روغتیایي سیستم د جګړو او شخړو له امله کمزوری شوی، دوهمه ستونزه د طالبانو تګلاره ده چې د نجونو او ښځو پر روغتیایي زده کړو یې بندیز لګولی دی او دریم مشکل له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو کمیدل دي.
ریچارډ بنټ به خپل راپور د پنجشنبې په ورځ د بشري حقونو د شورا یو شپیتمې غونډې ته وړاندې کړي.
د ملګرو ملتو د بشري حقونو شورا پروسږکال په خپله شپیتمه غونډه کې له ښاغلي بنټ څخه غوښتي و چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یو هر اړخیز راپور چمتو کړي او د دوه زره شپږ ویشتم کال په لومړیو کې دې دا راپور یو شپيتمې غونډې ته وړاندې کړي.