د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۵

په قطر کې د امریکا او طالبانو سرچینو ویلي، په اکثرو مواردو موافقې ته رسېدلي


د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

په قطر کې د افغانستان د سولې په اړه مذاکره کوونکو ویلي، په اکثرو مواردو موافقې ته رسېدلي دي.

د امریکا او وسله والو طالبانو د سیاسي استازو ترمنځ د خبرو د نهم پړاو دوهم دور پرون د اګست په درویشتمه پیل شو.

په دوحه کې د امریکا غږ راډیو خبریال ایوب خاورین ازادي راډیو ته وویل چې بېګانۍ مذاکرې په ګروپي ډول وې.

په دې مذاکرو کې دواړو ښکېلو خواوو ایوب خاورین ته ویلي چې عمومي غونډه نه ده شوې او پر جزیاتو د خبرو لپاره ډلې ډلې بحثونه شوي دي.

خاورین په دوحه کې د خبرو دواړو خواوو ته د سرچینو په حواله ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د موافقې تر لاسلیکه ښایي ډېر وخت نه وي پاتې.

ده وویل: ما له دواړو خواو دا واورېدل چې په اکثرو مواردو موافقه شوې او د سولې تفاهم ښايي په نورو دوو یا درېیو غونډو کې لاسلیک شي، دوه یا درې غونډې په یوه ورځ کې کېدای شي وشي، کېدای شي په دوو ورځو کې وشي، نو دا د راتلونکو یوې یا دوو ورځو خبره ده، خو ماته دواړو خواوو وویل چې ضروري نه ده چې موافقه دلته اعلان شي، کېدای شي چې په کابل کې اعلان شي، کېدای شي چې په واشنګټن کې یا په بل ځای کې، مثلاً ناروې کې اعلان شي چې ویل کېږي د بین الافغاني خبرو کوربه توب به کوي.

د امریکا غږ راډیو خبریال ته په دوحه کې د امریکايي لوري سرچینو ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د ا مریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد به له دوحې کابل ته ولاړ شي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

مذاکرې پرون د ماښام تر لمانځه وروسته پیل شوې او تر نیمې شپې غونډې کېدې.

زلمی خلیلزاد د خبرو په دې دور کې له ملا عبدالغني برادر سره مخامخ دی.

د نړیوالو خبري اژانسونو په حواله، د امریکا متحده ایالات غواړي چې د سپټمبر تر لومړۍ نېټې د سولې یوه موافقه لاسلیک شي.

که داسې وشي، نو دا به د افغانستان د جمهوري ریاست تر ټاکنو چې د سپټمبر د اته ویشتمې نېټې لپاره پلان شوي دي، مخکې وي.

XS
SM
MD
LG