د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۵

د طالبانو د قطر دفتر: هڅه کېږي چې د سولې هوکړه لیک په همدې پړاو کې وروستی شي


په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو انځور
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو انځور

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، هڅه کېږي چې له امریکا سره د سولې هوکړه لیک په همدې پړاو کې وروستی شي.

تمه کېږي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ نهم پړاو خبرې ورو ورو وروستۍ شي او په همدې نهم پړاو کې یوه معلومه پایله تر لاسه شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال دواړه لوري د سولې د هوکړه لیک د پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې کوي.

د افغان سولې لپاره له امریکا سره د طالبانو مذاکره کوونکی ټيم
د افغان سولې لپاره له امریکا سره د طالبانو مذاکره کوونکی ټيم

دی وایي: پر وروستیو ټکو بحث کوو، تمه کېږي او هڅه هم کوو چې د سولې هوکړه لیک په همدې (نهم) پړاو کې وروستی شي.

د امریکایي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د مذاکراتو نهم پړاو د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پیل شوی او تر دې دمه دوام لري.

ښاغلی شاهین وایي، د دواړو لورو استازو د تېرې شپې تر وروستیو خبرې وکړې او تمه کېږي چې دا پړاو مذاکرات د وروستیو مذاکراتو په توګه نن یا سبا پای ته ورسېږي.

د طالبانو دغه ویاند زیاتوي، که زیاته زماني اړتیا وي، خبرې به دوام وکړي.

سهیل شاهین د خبرو د محتوا او د اختلافاتو د مواردو په تړاو د زیاتو معلوماتو له ورکړې ډډه وکړه.

وړاندې په راپورونو کې راغلي چې دواړه خواوې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او له افغان خاورې د ترهګرۍ لپاره پر نه استفادې بحث کوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له موافقې وروسته به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې اترې پیل شي.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري ازادي راډيو ته وویل: له روانو مذاکراتو وروسته به د افغانستان او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو پړاو پیل شي، هغه پلاوی چې د حکومت له لوري جوړ شوی، په دغو مذاکراتو کې د ګډون لپاره بشپړ چمتووالی لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې حکومت اعلان کړی چې له طالبانو سره د حکومت مذاکراتي پلاوی به پنځلس کسېز وي، خو تر دې دمه یې رسنیو ته د هغوی نومونه نه دي په ډاګه کړي.

خو طالبان لا حاضر شوي نه دي چې د حکومت له استازو سره خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډيو ته دا هم وویل چې دغه ډله به له حکومت سره د یو اړخ په توګه بین الافغاني خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین

طالبان په داسې حال کې د سولې د هوکړه لیک د وروستي کېدو خبره کوي چې له مذاکراتو یو ورځ وړاندې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې امریکا د هوکړې لپاره چمتو ده، خو وبه لیدل شي چې طالبان هم چمتو دي که نه؟

له بل لوري افغان حکومت تر دې مخکې ویلي چې د دغو مذاکراتو له جزیاتو خبر دی.

د افغان حکومت ویاندویانو هیله مندي څرګنده کړې چې روان مذاکرات به د حکومت د استازو او طالبانو ترمنځ د مستقیمو خبرو پیلامه شي.

XS
SM
MD
LG