د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۲

ارګ: طالبان بايد د نشه يي موادو د کښت، توليد او قاچاق په اړه دريځ روښانه کړي


د افغانستان حکومت د امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي چې د سولې په خبرو اترو کې دې د نشه يي موادو د کښت، توليد او قاچاق په اړه خپل دريځ روښانه کړي.

سره له دې چې نشه يي مواد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لویه مالي سرچینه او د روانې جګړې عمده عامل بلل کېږي، خو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په اتم پړاو کې د نشه يي موادو موضوع ته اشاره نه ده شوې.

په دې اړه د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، طالبان او نورې ترهګري ډلې د نشه يي موادو له لارې پيسې ترلاسه کوي، له همدې امله افغان حکومت د امریکا له متحده ایالتونو څخه غواړي چې بايد طالبان د سولې په تړون کې د نشه يي موادو موضوع هم روښانه کړي.

دی وایي: د افغان حکومت یوه جدي غوښتنه دا ده چې طالبان باید امریکا او افغانانو ته په دې اړه وضاحت ورکړي چې د نشه يي موادو د قاچاق په مديريت کې د دوی د لاس لرلو مسئله به څنګه کېږي؟ دا د افغانستان د خلکو مهم ملاحظات او پوښتنې دي چې باید له طالبانو څخه په بېلابېلو پړاوونو کې وشي، په تېره بيا په داسې صورت کې چې طالبان د خپلې جګړې پيسې د نشه يي موادو د قاچاق له لارې برابروي، له همدې امله نشه يي مواد افغانستان ته یو جدي خطر دی.

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ په اروپا کې د امریکايي ځواکونو له قوماندان جنرال تود وُلټرز سره په لیدنه کې ویلي چې طالبان باید د نشه يي موادو په برخه کې خپل دريځ روښانه کړي.

په دې وروستیو کې د سیګار ادارې رئیس جان سوپکو هم ویلي وو چې د نشه يي موادو د کښت، تولید او قاچاق په صورت کې دایمې سوله او امنیت ناممکن دي، که په افغانستان کې نشه يي مواد ختم نه شي، نو له طالبانو سره تر سولې وروسته به هم په افغانستان کې ناامني دوام ولري.

سیاسي کارپوه انتظار خادم له نشه يي موادو سره مبارزه هغه مهال بریالۍ بولي چې افغان حکومت، امریکا متحده ایالتونه او طالبان په دې برخه کې افغان ملت ته ګډ تضمین ورکړي، ځکه په دې وروستیو لسو کالو کې د طالبانو او حکومت تر واک لاندې سیمو کې د نشه يي موادو کښت، تولید او قاچاق ډېر شوي، له همدې امله باید دا درې اړخونه يو بل ته لاسونه سره ورکړي.

ده وویل: د نورو عواملو تر څنګ نشه يي مواد هم په افغانستان کې د جګړې د دوام يو عامل دی، له ۲۰۰۴ کال څخه نيولې بيا تر ۲۰۱۹ کال پورې یوازې په ۷ زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل کېدل، خو له ۲۰۱۷ څخه بيا تر ۲۰۱۹ کلونو پورې په اوسط ډول په (۷۴) زره هکټاره ځمکو کې کوکنار کرل شوي وو، له دې څخه معلومېږي چې نشه يي مواد د جګړې د دوام ستر عامل دي، دا مهال حکومت د افغانستان پر ډېره برخه واک لري او نږدې نهه میلیارده ډالر له نشه يي موادو سره پر مبارزه باندې لګېدلي دي، ځکه نو بايد طالبان، امریکايان او افغان حکومت دا موضوع جدي وګڼي، که داسې ونه شي، د نشه يي موادو موضوع ته سرسري کتل، به د سولې د هڅو په برخه کې یو ساده دریځ وي.

د سیګار څېړنې ښيي چې طالبان په اوسط ډول په کال کې له نشه يي موادو څخه دوه سوه میلیونه امریکايي ډالر تر لاسه کوي، خو طالبانو تر دې مخکې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نشه يي موادو په کاروبار کې لاس لرل رد کړي دي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:59 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG