د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

جان بس: امریکا ته په افغانستان کې سوله لومړیتوب لري


د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس ویلي چې انتخابات او سوله دواړه مهم دي، خو امریکا ته په افغانستان کې سوله تر هر څه لومړیتوب لري ځکه سوله د افغانستان خلکو ته تر هر څه لومړیتوب لري.

جان بس دا خبرې پرون د اګست په څلرویشتمه په بلخ کې کړي دي.

جان بس په مزار شریف کې خبریالانو ته وویل چې هره ورځ له افغانانو سره خبرې کوي او له هغوی اوري چې سوله غواړي.

جان بس ویلی: موږ سخته هڅه کوو چې د افغانانو لپاره دا موقع پیدا کړو چې سره کينې او اختلافونه حل کړي او د سولې داسې پایداره موافقه وکړي چې ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي، خو که داسې وو چې د سولې د جوړجاړي لپاره کافي پرمختګ نه و شوی، موږ د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره هم د هڅو ملاتړ کوو.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د سپټمبر په اته ویشتمه چې د میزان له شپږمې سره برابره نېټه ده، پلان شوې دي.

جان بس پرون بلخ ته تللی و او د هغه ولایت له والي اسحق رهګذر سره یې کتلي دي.

د بلخ والي ویلي چې د انتخاباتو د وخت له را نږدې کېدو سره وسله والو طالبانو حملو ته شدت ورکړی دی.

د بلخ والي اسحاق رهګذر
د بلخ والي اسحاق رهګذر

د ازادي راډیو د خبریال په وینا، جان بس ویلي چې امریکايي ځواکونه به تر هغه وخته چې ټول امنیتي ګواښونه له منځه ولاړ شي، له افغانستانه ونه وځي.

نړیوالې خبري رسنۍ په واشنګټن کې د سرچینو په حواله وایي چې د امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې له طالبانو سره د سولې توافق د سپټمبر تر لومړۍ نېټې پورې نهايي شي.

د رپوټونو په حواله، تر هغه وروسته به د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې پیلېږي.

طالبانو تر اوسه نه ده منلې چې د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرې کوي.

خو ویلي یې دي چې له داسې پلاوي سره به چې د افغانستان د ټولنې استازیتوب کوي، خبرې وکړي.

په دوحه کې د امریکا غږ اشنا راډیو خبریال ایوب خاورین پرون ازادي راډیو ته وویل چې دواړه خواوې له کابله د خبرو لپاره د مذاکره کوونکي پلاوي د اعلان په تمه دي.

خاورین وویل، حتی داسې ویل کېږي چې د سولې د موافقې اعلان هم ښايي د کابل د پلاوي اعلان ته وځنډول شي.

په دوحه کې پرون د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د حکومت د استازو او د طالبانو د سیاسي دفتر مذاکرې تر ماسپښین وروسته پېل شوې.

په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور
په قطر کې د امریکا او طالب استازو د ناستې یو انځور

په دوحه کې یوې امریکايي سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې پرون پردې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر څرنګه کمولی شي، پرېکنده بحثونه شوي دي.

په دوحه کې سرچینې وايي چې هر ډول موافقه به چې نهايي شي، د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو، چین، روسیې او د ملګرو ملتونو د سازمان د استازو په حضور کې اعلانېږي.

خو د موافقې د اعلان ځای نه دی دقیق شوی.

په دوحه کې د امریکا غږ خبریال ته سرچینو ویلي چې زلمی خلیلزاد له دوحې کابل ته روان دی.

د امریکا غږ خبریال ته سرچینو دا هم ویلي چې ښايي د سولې موافقه په دوحه کې اعلان نه شي او ښایي د دې لپاره کابل، واشنګټن یا اسلو غوره شي.

XS
SM
MD
LG