د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۷

افغان شنونکي: د ټرمپ وروستۍ څرګندونې د بایللي باور د ترلاسه کولو په معنی ده


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

یو شمېر افغان سیاسي شنونکي وايي، د افغانستان په تړاو د ډونالد ټرمپ وروستۍ څرګندونې د امریکایانو ترمنځ د ده د له‌منځه تللي باور د بېرته ترلاسه کولو په معنی دي.

دوي وايي، ولسمشر ټرمپ غیر مسؤلانه څرګندونې کړي او باید افغان ولس ته په دې اړه وضاحت ورکړي.

سیاسي شنونکی انتظار خادم په دې اړه د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۰۲» ازادي راډیو ته وویل: "ټرمپ د کمپاینونو په وخت کې له امریکایانو سره ژمنه کړې وه چې ټول هغه امریکايي عساکر چې په افغانستان کې دي، خپل هېواد ته به ستانه شي، خو نوموړی په دې ژمنه کې پاتې راغی اوس غواړې په دغه ډول څرګندونو سره د امریکایانو ترمنځ خپل بایللی باور بېرته ترلاسه کړي."

(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې (کیڼ) د پاکستان صدراعظم عمران خان سره د لیدنې پر مهال
(ښی) د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په واشنګټن کې (کیڼ) د پاکستان صدراعظم عمران خان سره د لیدنې پر مهال

نوموړی وايی، د افغان سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم دی، نو ټرمپ هم د دې لپاره چې پاکستان ته یو ډول امتیاز ورکړي او هغه له ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې تشویق کړي دغه ډول څرګندونې وکړې.

خو د چارو بل شنونکي کبیر رنجبر بیا په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ټرمپ دغه څرګندونې د ډيپلوماتیکو اصولو له مخې ناسمې وې او باید اصلاح شي او مهمه دا چې باید د دې څرګندونو په اړه وضاحت ورکړل شي."

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ له لومړي وزیر عمران خان سره په واشنګټن کې تر لیدنې وروسته رسنیو ته ویلي: "که امریکا وغواړي چې د افغانستان جګړه وګتي، په یوې اوونۍ کې شونې ده، خو زه نه‌غواړم چې ۱۰ ميلیونه خلک ووژل شي، زه د افغانستان لپاره پلانونه لرم، که وغواړم دا جګړه وګټم، افغانستان به له ځمکې پاک شي او محوه به شي، خو زه نه‌غواړم چې دا کار وکړم او په دې لاره ولاړ شم."

له دې سره هم مهاله د پاکستان صدراعظم عمران خان چې واشنگټن کې دی د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې تېره ورځ وینا کړې او ویلي دي چې پاکستان ته له ستنېدو وروسته په پام کې لري چې د طالبانو له استازو سره وگوري او هغوی د افغانستان د حکومت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوي.

د پاکستان صدراعظم عمران د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د وینا پر مهال
د پاکستان صدراعظم عمران د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د وینا پر مهال

د یادونې ده چې افغان حکومت هم د افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د وروستیو څرګندونو په تړاو د امریکا له حکومت څخه وضاحت وغوښت.

د افغانستان په اړه د ټرمپ دغو پارونکو څرګندونو، د افغان حکومت ترڅنګ د یو شمېر افغان سیاسیونو تند غبرګونونه هم راوپارول.

دوی په دې اړه په خپلو فېس‌بوک پاڼو او ټویټونو کې غبرګون وښود او وسله‌والو طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د امریکا د ولسمشر د څرګندونو دا برخه کې چې که وغواړي د افغانستان جګړه وګټي په ۱۰ ورځو کې شونې ده، خو ۱۰ ملیونه افغانان به ووژل شي او دغه هېواد به د ځمکې له مخ څخه محوه شي، غیر مسؤلانه ګڼلي او غندلې یې دي.

XS
SM
MD
LG