د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۹

رسنۍ او خبریالان: طالبان دې رسنیو ته د ګواښ اعلامیه بېرته واخلي


ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان
ارشیف، پکتیا کې وسله وال طالبان

د وسله‌والو طالبانو له لوري ځینو رسنیو ته تازه ګواښونو په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ د ادارو غبرګونه راپارولي دي.

د افغانستان د رسنیو او خبریالانو فدارسیون او د رسنیو مدیره پلاوي د دوشنبې د ورځې په یوه غونډه کې له طالبانو وغوښتل چې خپله اعلامیه بېرته واخلي.

د دوی په استازیتوب ضیا بومیا ازادي راډیو ته وویل: "یوه پوځي ډله د کاري چاپیریال او فعالیت په اړوند موږ ته تعین او تکلیف نه‌شي کولای، رسنۍ یوازې د افغانستان د نافذه قوانینو په رڼا کې فعالیت کوي، په‌دغه غونډه کې پریکړه وشوه چې طالبان دې دغه اعلامیه بېرته واخلي."

د افغانستان د رسنیو او خبریالانو فدارسیون او د رسنیو مدیره پلاوي استازی ضیا بومیا
د افغانستان د رسنیو او خبریالانو فدارسیون او د رسنیو مدیره پلاوي استازی ضیا بومیا

وسله‌والو طالبانو تازه هغو رسنیو ته چې د دوی پرضد تبیلغاتي اعلانونه خپروي خبرداری ورکړی چې له خپلو دغو کړنو لاس په سر شي.

د طالبانو په اعلامیه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، راغلي که رسنۍ د یوې اوونۍ په اوږدو کې دغه نشرات بند نه‌کړي، نو د پوځي هدف په څېر به تر برید لاندې راشي.

بل‌خوا په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي، هېڅ ډله حق نه‌لري چې د نړیوالو او ملي قوانینو په چوکاټ کې فعالیت لرونکي رسنۍ وګواښي او یا پرې حمله وکړي.

د دغې ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، حکومت مجبور او مکلف دی چې د رسنیو امنیت خوندي کړي: "په پوځي ډول په مرګ د رسنیو ګواښل د بشریت ضد جنایت بلل کېږي، طالبان دې پوه شي چې ټول اعلانونه او خپرونې د هېواد د نافذه قوانینو پر اساس کېږي، له حکومته غواړو چې د رسنیو او خبریالانو امنیت خوندي کړي، موږ ته ډاډ راکړي یوازې یوه اوونۍ وخت لرو."

د نی ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر
د نی ادارې اجرائیوي مشر مجیب خلوتګر

د رسنیو کارکوونکي وايي چې رسنۍ د مالي ملاتړ لپاره اعلانونه د پیسو په بدل کې خپروي او دغه اعلانونه د رسنیو رسمي نظر نه څرګندوي.

د افغانستان امنیتي ادارې خپلو لیکو ته د افرادو د جلب و جذب او د خپلو بنسټونو د پياوړي کولو په هدف د پیسو په بدل کې رسنیو ته اعلانونه ورکوي.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ رسنیو ته د خپرولو لپاره اعلانونه ورکوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په افغانستان کې د بیان ازادي د ډېرو قربانیو په بدل کې ترلاسه شوې او حکومت ورته ملاتړ کوي.

د دغه وزارت ویاند صابر مومند وايي: "په افغانستان کې د بیان ازادي د همدې قربانیو په پایله کې لاس ته راغلې، حکومت په ځانګړي توګه د اطلاعاتو فرهنګ وزارت په‌دې برخه کې له رسنیو سره اوږه په اوږه مخکې ځي او ورنه ملاتړ کوي."

بل‌خوا یو شمېر افغان ژورنالېستان او د رسنیو مسؤلین وايي، رسنۍ باید ملي ګټې په پام کې ونیسي او د مادیاتو په مقابل کې داسې اعلانونه خپاره نه‌کړي چې عامه خلکو ته په‌کې ضرر رسېږي.

پخوانی افغان ژورنالېست او د ارادې ورځپاڼې د امتیاز خاوند حاجي سید داوود وايي، ښه به دا وي چې د دولت، مخالفینو او رسنیو ترمنځ په‌دې برخه کې یو پوهاوی رامنځته شي.

پخوانی افغان ژورنالېست او د ارادې ورځپاڼې د امتیاز خاوند حاجي سید داوود
پخوانی افغان ژورنالېست او د ارادې ورځپاڼې د امتیاز خاوند حاجي سید داوود

له ښاغلي داوود سره د ازادي راډیو خبریال اجمل تورمان مرکه کړې او په سر کې یې د رسنیو د یو شمېر اعلانونو په اړه د طالبانو د دغه تازه اعلامیې په اړه ترې پوښتلي دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:22 0:00
مستقیم لېنک

دا په‌داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره یا نی وايي چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۳۵ قضیې ثبت کړي چې پنځه د وژنې، شپږ د ټپي کېدلو او نورې د وهلو ټکولو او ګواښولو دي.

د دغې ادارې اجرائیوي مشر وايي چې دغه رقم د تېرکال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه کموالی ښيې.

XS
SM
MD
LG