د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

پر کابل ښار د وسله‌والو طالبانو خونړی برید او د سولې پر خبرو یې اغېز


په کابل کې د وروستي برید عکس May 8, 2019.
په کابل کې د وروستي برید عکس May 8, 2019.

ټاکل شوې ده چې نن پنجشنبه په قطر کې د طالبانو او د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په مشرۍ خبرې دوام پیدا کړي.

داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې په کابل کې به پرونی برید د طالبانو او امریکایانو پر خبرو سیوری وغوړوي.

په کابل ښار کې پر کاونټر پارت مؤسسې چې د امریکا متحده ایالات‌یې تمویلوي د طالبانو پرونی برید د ماښام خواته پای ته ورسېد، خو دا حمله په داسې وخت کې شوې ده چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د امریکایانو او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي.

په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیر جان بس څرګنده کړه چې پر داسې مؤسسې حمله چې له عادي خلکو سره مرسته کوي او خبریالان روزي یو بې‌معنی خشونت دی.

جان بس د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه هم کړې ده چې ډېر ژر لاس په کار شول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي چې امنیتي ځواکونو ۲۰۰ ملکیان وژغورل.

آرشیف، د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 07 2019
آرشیف، د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي په کابل یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال. April 07 2019

ښاغلي رحیمي زیاته کړه:

"له بده‌مرغه په‌دې پېښه کې زموږ پنځه تنه ګران هېوادوال د ځانګړو پولیسو د یوه غړي او یوې ښځې په ګډون شهیدان شوي دي او ۲۴ تنه نور چې ټول ملکیان دي ټپیان شوي دي، د پولیسو ځانګړو ځواکونو له ښه مرغه په مېړانې ۲۰۰ تنه چې د کاونټر پارت مؤسسې غړي وو، وژغورل."

په ټپیانو کې یو بهرنی دی او پنځه سره برید کوونکي په‌دې حمله کې وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې، یوناما په یوه بیان کې دا برید وغانده او یاغیان‌یې تورن کړل چې قصداً د ملکیانو پر مرستندویه مؤسسو بریدونه کوي.

جمهوري ریاست بیا په یوې اعلامیه کې د طالبانو دا حمله د سولې د مشورتي جرګې له غوښتنو سره په تضاد کې بللې ده او څرګنده کړې یې ده چې طالبان د افغانانو سوله غوښتونکو هڅو ته مثبت ځواب نه‌ورکوي، نو که دوام ورکړي د حل‌لاره د امنیتي ځواکونو له لوري د دوی ځپل دي.

  • دا ډول بریدونه به په قطر کې د سولې روانې خبرې ګډوډې کړې؟

د متحده ایالاتو په هارتفورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد ویس وردک په‌دې باور دی چې د سولې پروسه اوږده ده او دا ډول بریدونه به‌یې اغېزمنې نه‌کړي.

د متحده ایالاتو په هارتفورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد ویس وردک
د متحده ایالاتو په هارتفورډ پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد احمد ویس وردک

دی وايي:

"که‌یې تأثیر کولای دا خبرې به‌یې ځنډولې وی، نو اغېز به‌یې نه‌وي ځکه چې جګړه لا له سیاسي پلوه ختمه نه‌ده دا د سولې مذاکرات د همدې لپاره دي چې جګړه ختمه کړي. هغه ورځ زلمي خلیل‌زاد هم دې خبرې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل که موږ له طالبانو سره د سولې خبرې بندې کړو او دوی د یوې ترورېستي ډلې په صفت وپېژنو، ایا دا به ویني کمې کړي؟ ایا دا به جګړه ختمه کړي؟"

د کابل په شهر نو سیمه کې د نننی برید تازه حال
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:18 0:00

​د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته وویل چې نن پنجشنبه د سولې خبرې له امریکایانو سره د سهار ۱۰ بجې پیلېږي او د ماسپښین تر درې بجو به دوام وکړي.

په کابل کې روان کال بریدونه کم شوي دي، خو بیا هم د ۲۰۱۹ میلادي کال له پیله تر اوسه لږ تر لږه ۳۳ تنه وژل شوي او تر ۲۶۰ ډېر ټپیان شوي دي.

XS
SM
MD
LG