د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

د لویې جرګې د خبري پوښښ په اړه د امنیتي ځواکونو ناوړه چلند او د خبریالانو غبرګون


لویې جرګې ته څېرمه خبریالان. May 01 2019
لویې جرګې ته څېرمه خبریالان. May 01 2019

خبریالان د مشورتي لوېې جرګې د خبري پوښښ په اړه له دوی سره د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند انتقاد کوي.

دوی وايي، د امنیتي ځواکونو پر ناوړه چلند سربېره، اجازه نه ورکول کیږي چې لویې جرګې ته بشپړلاسرسی ولري.

خبریالان د مشورتي لویې جرګې سیمې ته د ننوتو په نیت له پنځو ساعتونو انتظار او له څو تالاشیو له تیریدو وروسته د امنیتي ځواکونو له لظفي چلند سره مخ کېږي.

یوامنیتي کارکوونکی د بي بي سي راډیو د خبریال ټیلیفون په‌دې تور اخلي چې د صحنې فلم یې اخېستی او په لوړ اواز وايي:"هېڅ‌چاته اجازه مه ورکوئ که جلسه تحریموئ او که هرڅه کوئ وېې کړئ. ټیلیفون دې بند کړه که نه نو قیدوم یې."

بالاخره د ولسمشرۍ ماڼۍ او د سولې د عالي شورا د څو مسؤلینو په مینځګړیتوب دغه جنجال پای ته رسېږي.

دوه خبریالان احمد جواد او خالد نېکزاد چې د یادې جرګې په اړه د راپورجوړولو په هدف راغلي وو، د دغه سانسور او محدودیت په اړه د سترګو لیدلي حال داسې بیانوي:

"۱- که څه هم موږ ته يې د لوېې جرګې د پوښښ لپاره کارډ راکړی و، خو کله یې چې دننه وړو، یو کوچني ایسار ځای ته یې وړلو او نه یې پريښودو چې د اطلاعاتو د ترلاسه کولو لپاره خلاص لاس ولرو.

۲- خبریالان د جرګې د پوښښ په اړه له سانسور او محدودیتونو سره مخ دي، د لوېې جرګې د جوړولو ځینې مسؤلین هڅه کوي چې د جرګې ګډون کوونکو ته ډېر لږ لاسرسی ولرو."

له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو چلند ددې لامل کیږي چې دوی د لوېې جرګې د جوړېدو ځای ته یو ساعت وروسته ورسېږي.

خبریالان چې کله د کمېټو ځای ته رسېږي د کمېټو ډېرو غړیو کارونه خلاص کړي او ځای يې پرایښی وي.

تراوسه څرګنده نه‌ده چې امنیتي ځواکونو چې له خبریالانو سره یې لفظي چلند کړی، کوم ارګان پورې اړه لري؟

که څه هم ځیني خبریالان ادعا کوي چې دغه ځواکونه د ولسمشر د ساتونکې قطعې برخه ده، خو د ولسمشرد ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ازادي راډیوته وویل، د ولسمشر ساتونکي د لوېې جرګې په امنیتي چارو کې لاس نه‌لري.

د کورنیو چارو وزارت په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې سرچینې ازادي راډیوته ویلي چې دغه امنیتي ځواکونه، د ملي امنیت د رجال برجسته لسم ریاست پورې اړه لري.

لویې جرګې ته څېرمه خبریالان
لویې جرګې ته څېرمه خبریالان

په ورته وخت کې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو د کمېسیون رئیس عمر داوودزي له خبریالانو سره د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلنده بخښنه غواړي.

ښاغلي داوودزي د چهارشنبې په ورځ د ازادي راډیو د خبریال د پوښتنې پر وړاندې وویل:

"که ناوړه چلند درسره شوی وي، بخښنه غواړم، باید اصلاح شي. نن سبا او بل سبا باید همکاران هڅه وکړي چې دا وضعیت تکرار نه‌شي، موږ د بیان پر ازادۍ او له مطبوعاتو سره پر اړیکو عقیده لرو."

دا په‌داسې حال کې ده چې د دغې جرګې له جوړېدو د جرګې تر درېیمې ورځې پورې، خبریالانو ته یوازې درې ځلي هغه هم تر ځانګړو شرایطو لاندې اجازه ورکړل شوې چې د جرګې ځای ته ورشي.

خبریالان وايي، امنیتي او د جرګې د دائرولو د کمېسیون مسؤلین په‌دغو درې ځلو کې مانع شوي، د جرګې جریان دې په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې راشي.

راپور:خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG