د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

له انتخاباتي بهیره د راپور ورکولو په اړه له خبریالانو د انتخاباتو د کمېسیون عوښتنه


آرشیف/ په افغانستان کې رسنۍ
آرشیف/ په افغانستان کې رسنۍ

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټه وايي، د رسنیو کارکوونکي او رسنۍ باید د انتخاباتو په جریان کې د بې طرفۍ اصل، دقت او توازن په پام کې ونیسي.

د افرادو د خصوصي حریم درناوی، د اطلاع رسونې د معیارونو په پام کې نیول، دقت، توازن، بې پريتوب او د راپور ورکولو پرمهال له نامناسبو تبلیغاتو ډډه کول هغه موارد دي چې د انتخاباتو په جریان کې د رسنیو د فعالیتونو په لایحه کې ځای شوي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسنیو د کمېټې رئیس محمد رفیع صدیقي وايي، ټولې رسنۍ باید د انتخاباتو پرمهال د جوړې شوې لایحې له موادو سره سم راپورونه چمتو کړي.

ده وویل:

"د معیاري او خصوصي اصولو رعایت، په انتخاباتي پروګرامونو کې د انتخاباتي مبارزو تر پیلېدو پورې د ولسمشریزو کاندیدانو نه بلل او د خلکو هڅول، له رسنیو زموږ هیله دا ده چې دغو ملي مسؤلیتونو ته پام وکړي چې د تخنیکي موضوعاتو په اړه د رسنیو د سرغړونو شاهدان نه اوسو."

ښاغلي صدیقي وویل، د سرغړونې په صورت کې له رسنیو سره قانوني چلند کېږي، یعنې لومړی اخطاریه، بیا نغدي جریمه او په پای کې عدلي او قضايي ارګانونو ته پېژندل کېږي.

مخکې له دې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی و چې د روان کال د میزان په ۶مه یوازې ولسمشریز انتخابات کېږي.

دغه کمېسیون دا هم ویلي چې د وخت، تخنیکي مسایلو او د بودجې د محدودیتونو په دلیل نه شي کولی چې ولسمشریز، د ولایتي شوراګانو او د غزني ولایت د ولسي جرګې درې واړه انتخابات یو ځای ترسره کړي.

تراوسه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا د کاندیدانو د انتخاباتي مبارزو د پیل نېټه نه ده اعلان شوې.

بل خوا ځیني افغان خبریالان وايي، دوی نه یوازې د انتخاباتو اړوند راپورونه، بلکې ټول باید په دقت او معیاري بڼه تیار کړي.

احمد جاوېد ارزومند او محمد شفیق محمدي وايي:

"څرنګه چې د خبریال له نامه معلومېږي، باید په ټولو برخو کې که انتخابات وي او که کومه بله مسئله، باید خپله بې طرفي وساتي، دا د خبریالۍ یو اصل دی."

"واضح ده چې په انتخاباتو او نورو مسائلو کې د خبریال مکلفیت دی چې د بې طرفۍ اصل مراعت کړي، که خبریال دا اصل په پام کې ونه نیسي، کوم راپور چې تیاروي، د خلکو او ټولنې له غوښتنو سره سم نه دی."

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رسنیو کمېټه وايي، رسنۍ له یوې خوا د خلکو غوښتنې مسؤلینو ته لېږدوي او له بلې خوا په سیاست او هېوادنیو فعالیتونو کې د خلکو د نظریو نتایج څرګندوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG