د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

د سولې شورا: د سولې د بهیر بریالیتوب په امریکا، افغان حکومت او طالبانو پورې تړلی


آرشیف، د سولې شورا د اجرائیه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد
آرشیف، د سولې شورا د اجرائیه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د افغانستان د سولې د بهیر بریالیتوب په درېیو اړخونو امریکا، افغان حکومت او طالبانو پورې اړه لري.

په‌داسې حال کې چې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د درېيمې ورځې لپاره خبرې روانې دي، د سولې عالي شورا وايي چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره په قضیه کې د ښکېلو درې واړو اړخونو توافق اړین دی.

د دغې شورا د اجرائیه پلاوي غړی عبدالحکیم مجاهد وايي چې د سولې په موضوع کې د افغان حکومت، امریکا او طالبانو لیدلوری حتمي امر دی.

ښاغلي مجاهد د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۳» په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په افغانستان کې درې ضمیمه‌اي واقعیتونه موجود دي:

  • افغان حکومت.
  • د طالبانو اسلامي تحریک
  • او د امریکا په مشرۍ نړیواله ټولنه

څو چې په سیاسي حل کې د درې اړخونو نظریاتو او غوښتنې په پام کې نه‌وي نیول شوې، زه باور نه‌لرم چې په افغانستان کې د داسې سوله راشي چې افغان ملت ته سوکالي او ارامي راولي."

ښاغلی مجاهد وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له توافق وروسته دا د طالبانو وجیبه ده چې له افغان حکومت، د هېواد له سیاسي ډلو او نورو قشرونو سره خبرې وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ خبرې درېیمې ورځې ته غځېدلې دي.

آرشیف، د طالبانو بیرغ
آرشیف، د طالبانو بیرغ

​یو شمېر رسنیو د طالبانو د مخکېنیو څېرو په نقل قول راپور ورکړی چې؛

  • د بهرنیو ځواکونو وتل.
  • د طالب بندیانو ازادول.
  • له تور لېسته د طالب مشرانو د نومونو لیرې کول.
  • او اوربند

هغه مسایل دي چې دواړو خواوو پرې بحثونه کړي.

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد هم ویلي، د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ د دوی اته کسیز پلاوی د امریکا له ۱۱ کسیز پلاوي سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې په خبرو بوخت دی.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده چې په قطر کې روانې خبرې او بحثونه له نږدې څاري ازادي راډيو ته وویل چې د تېرو غونډو په پرتله په دوحه کې د دواړو خواوو ترمنځ روانو خبرو کې ښه پرمختګونه شوي دي.

آرشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده
آرشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده

​نوموړي زیاته کړه:

"په بې‌سارې توګه داسې معلومېږي چې خبرې بریالۍ دي، تر اوسه هم له طالبانو سره داسې خبرې نه‌وې شوې، امریکایانو تمایل څرګند کړی چې د طالبانو خبرې ومني او طالبان به هم د پروګرام د دې څانګې له بشپړېدو وروسته له افغان حکومت سره د خبرو اعلان وکړي."

لا تر اوسه هم امریکايي چارواکو د قطر په غونډه کې د پرمختګونو په اړه څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» وویل، د دغې شورا د درالانشا رئیس او د سولې د سیمه‌ییزې اجماع لپاره د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داوودزی د چهارشنبې په ورځ چین ته ځي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف هم رسنیو ته ویلي چې د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د سولې لپاره ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد به په راتلونکې میلادي میاشت کې یو ځل بیا مسکو ته سفر وکړي.

د طالب استازو او زلمي خلیل‌زاد ترمنځ څلورم پړاو خبرې داسې مهال په دوحه کې روانې دي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم قطر ته تللی او د راپورونو پر اساس نوموړي په‌دې اړه له قطري چارواکو سره خبرې کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG