د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۷

په قطر کې د خلیل‌زاد او طالبانو ترمنځ له لیدنو او خبرو د اجرائیه ریاست تمه!


د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ، سپېدار ماڼۍ
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست ودانۍ، سپېدار ماڼۍ

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي، تمه لري چې په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د ناستې په پایله کې به طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو شي.

که څه هم په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د پیل شویو خبرو جزئیات لا نه‌دي په ډاګه شوي، خو افغان حکومت هیله‌مندي لري چې د دغې ناستې په پایله کې به وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» ازادي راډیو ته وویل چې له قطر وړاندې زلمي خلیل‌زاد پاکستان ته سفر درلود او تر ډېره فکر دا کېږي چې پاکستان به د افغان سولې په برخه کې د عملي اقداماتو د پیل لپاره خپل چمتووالی ښودلی وي.

نوموړی وايي چې وسله‌وال طالبان هم باید نور پوه شي چې د سولې وروستۍ خبرې اترې د افغان حکومت مسؤلیت دی او روانې هلې ځلې یوازې د مخامخ خبرو د پیل لپاره زمینه‌سازي ده.

ارشیف، د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
ارشیف، د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

دی زیاتوي:

"زموږ تمه دا ده چې دا ځل به طالبان له حکومت سره د مخامخ خبرو جرأت پیدا کړي، طالبان له هر چا سره کېني، خو باید په دې پوه شي چې د سولې وروستۍ پرېکړه افغان حکومت کوي، له زلمي خلیل‌زاد او یا هم پاکستان سره ناسته او یا هم د سیمې د نورو هېوادونو سره اړیکې یوازې د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه‌سازي ده."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد او طالب استازو ترمنځ د قطر په مرکز دوحه کې د سولې خبرې اترې روانې دي.

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا خبرې د دوشنبې په ورځ پیل شوي او د سې شنبې په ورځ هم دوام پیدا کوي.

د طالبانو یوې سرچینې پرون دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو لورو ترمنځ د تېرې ورځې خبرې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو پر مېکانیزم او څرنګوالي متمرکزې وې.

دا هغه مسئله وه چې له دې مخکې د طالبانو یو شمېر سرچینو ازادي راډیو ته له امریکایي چارواکو سره د اختلاف وړ یوه اساسي مسئله یاده کړې وه.

خلیل‌زاد له دې وړاندې په اسلام‌اباد کې و او له پاکستاني چارواکو سره‌يې د افغان سولې په اړه خبرې وکړې.

خلیل‌زاد د یکشنبې په شپه پر خپله ټویټرپاڼه په یوه پیغام کې لیکلي وو چې د افغان سولې د پر مخ وړلو لپاره د پاکستان اراده ستایي.

په همدې حال کې یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼو د پاکستاني رسنیو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د قطر مرکز دوحې ته رسېدلی او له طالب استازو سره لیده کاته‌يې د دغه سفر د اجنډا برخه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې له ښاغلي خلیل‌زاده وغوښتل چې د سیمې سفرونه دې نه‌دوامدار کوي، بلکې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره دې هڅې تېزې کړي.

ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

ده وویل:

"موږ له امریکا او ډاکتر صاحب زلمي خلیل‌زاده هیله لرو چې سفرونه او ناستې دې نه‌پرېږدي چې دوامدارې شي، هر څومره ژر چې امکان لري، باید د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره هڅې وشي، ځکه دا کار هم د هغوی لپاره ښه دی او هم زموږ لپاره."

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو په وار وار له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.

خو افغان حکومت ټینګار کوي چې که طالبان د سولې او د جګړې پای ته رسېدو ته رښتینې اراده لري، نو باید له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو اترو ته کېني.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG