د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

محمد عمر داوودزی سبا چهارشنبه چین ته ځي


ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمه‌‌ییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمه‌‌ییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی

په پام کې ده چې د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمه‌‌ییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی سبا چین ته سفر وکړي.

د دغې شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۰۲» د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې دغه سفر د دوو مهمو اهدافو لپاره ترسره کېږي.

دی زیاتوي:

"لومړی دا چې موږ له چین نه د افغان سولې لپاره د یوې سیمه‌يیزې اجماع غوښتنه لرو چې د افغان سولې له پروسې عملي ملاتړ وکړي او په سيمه‌ییزه اجماع کې له افغانستان سره همغږی وي، د سفر دوهمه اجنډا د پاکستان په تړاو ده چې چین پر پاکستان خپل اغېز لري او له دې لارې به طالبان مذاکراتو ته وهڅوي او هيله‌مند یوو چې ډېر ژر به د سولې په پروسه کې مهم بدلونونه راشي."

ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري
ارشیف، د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس او د سیمه‌‌ییزې اجماع لپاره د ولسمشر استازی محمد عمر داوودزی تر دې وړاندې پاکستان ته سفر کړی و چې د سولې عالي شورا په وینا، د افغان سولې لپاره د پاکستاني چارواکو په خبرو کې د پام وړ مثبت بدلونونه راغلي دي.

ده وویل، دغه سفرونه د افغانستان د سولې لپاره د سیمه‌‌ییزې اجماع د رامنځته کېدو په هدف کېږي.

ټاکل شوې چې له چین وروسته ښاغلی داوودزی ایران ته سفر وکړي.

چین ته د ښاغلي داوودزي سفر په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت هڅه کوي چې د سولې د خبرو لپاره د حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ لیده کاته وشي.

په افغانستان کې د سولې هڅې تر بل هر وخته زیاتې شوي او د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په ‌دې اړه څو ځلې له طالبانو سره خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان کتونکي بیا د سولې په پروسه کې د چین رول ګټور ګڼي.

د دغو کارپوهانو له ډلې یونس فکور وايي، پر پاکستان د چین نفوذ ته په پام به دا سفر ګټور وي.

ارشیف، افغان کارپوه محمد یونس فکور
ارشیف، افغان کارپوه محمد یونس فکور

​ده وویل:

"د دوی نظر پر پاکستاني دولت ډېر اغېز لري، خو پر طالبانو یې نه‌لري، تر هغه چې افغان دولت له پاکستان سره ستونزه حل نه‌کړي، دا ډول سفرونه به ګټه ونه‌کړي."

سربېره پر دې د سیمې په کچه هم د افغانستان د سولې خبرې تودې شوي او د سیمې له هېوادونو پرته روسیه، ایران او چین هم ویلي چې د افغانانو په مشرۍ به د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG