د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

د سولې شورا: د ولسمشرۍ کاندیدان دې د سولې په اړه خپلې مشورې راسره شریکې کړي


ارشیف، دافغانستان د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري
ارشیف، دافغانستان د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري

د افغانستان د سولې عالي شورا د جمهوري ریاست له کاندیدانو غواړي چې حساس وخت ته په کتو د سولې په اړه خپلې غوښتنې او ګټورې مشورې د ګټې اخیستنې په خاطر له دوی سره شریکې کړي.

د سولې روانو هڅو ته په کتو د سولې او عدالت غوښتنې انتخاباتي ټيم له ثبت یوه ورځ وروسته غوښتنه کړې چې د دوی له مشورو پرته ورته د سولې او انتخاباتو هېڅ ډول پرېکړه د منلو وړ نه ده.

حنیف اتمر له کاندیداتورۍ وروسته په خپل لومړي ټوېټ کې د شنبې په ورځ حکومت ته د یادونې په توګه لیکلي چې له دې وروسته دې د سولې لپاره د سیاسي جریانونو او جمهوري ریاست ته د کاندیدانو نظرونه هم واخیستل شي.

ارشیف، د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره نوماند محمد حنیف اتمر
ارشیف، د افغانستان د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو لپاره نوماند محمد حنیف اتمر

د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمېر او شعارونو ته په کتو ایا اوس اړتیا د دې ده چې د سولې لپاره دې د همدوی له منځه هم یوه اجماع رامنځته شي؟

جمهوري ریاست په دې اړه څه نه وايي، خو دافغانستان د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري يې په اړه ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان د سولې پروسه د افغانانو په لاس کې ده، دا په دې معنا چې مونږ په هر قدم کې باید له هر افغان مشر او یا د هغوی له استازو سره مشورې وکړو، که زمونږ میکانېزم څه ستونزه لري، هغه د بحث وړ ده، نو ځکه زمونږ غوښتنه دا ده چې هر څوک او یا هر کاندید که څه مشورې لري، له مونږ سره دې یې شریکې کړي."

دا په داسې حال ده چې له دې وړاندې ځينو نورو کاندیدانو له ډلې يې احمد ولي مسعود، زلمي رسول او نورالحق علومي هم د سولې د بهیر د څرنګوالي په اړه څرګندونې کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره دا مهال د سولې عالي شورا، د سولې د خبرو مرکچي پلاوي او همدارنګه د سیاسي او جهادي مشرانو څخه جوړ د سولې مشورتې بورډ کار کوي.

د سولې عالي شورا له څو کلونو راهیسې فعالیت لري، خو د خبرو مرکچي پلاوی او مشورتي بورډ تېره میاشت د ولسمشر غني د حکم پر بنسټ جوړ شو.

دسولې په اړه د کاندیدانو مخ پر زیاتېدونکو غوښتنو په اړه جمهوري ریاست تر اوسه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې يې ټينګار کړی چې د تل پاتې سولې په خاطر د سیاسي او جهادي مشرانو او وړو کسانو سره مشورې ته ځانګړې پاملرنه موجوده ده.

یادو تشکیلاتو ته په کتو، د سولې د برخې څېړونکي له ډلې يې نجیب ننګیال وايي، کاندیدان باید د سولې په اړه څه ونه سپموي، بلکې په هغو غونډو کې ګډون وکړي چې د دغه هدف لپاره جوړېږي.

دی وایي:

"د کاندیدانو او ځينو سیاسیونو دا غوښتنه چې دوی باید د سولې په بهیر کې شریک وي، فکر کوم د دوی لپاره لا له مخکې مشورتي بورډ رامنځته شوی، نو ځکه تیار یو ساختار شته او ښه ده چې دوی پکې برخه واخلي، د افغانستان سیاسیون د سولې په بهیر کې له مخکې دخیل دي."

دی وايي، سوله ملي بهیر دی چې د ټولو افغانانو مشورې، کار، زحمت او لیدلوري ته اړتیا لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG