د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله نن د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه کوي


آرشیف، د انځور ښي لوري ته افغان ولسمشر اشرف غني او چپ لوري ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
آرشیف، د انځور ښي لوري ته افغان ولسمشر اشرف غني او چپ لوري ته اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله به نن یکشنبه د جدي په دېرشمه له خپلو دوو مرستیالانو سره د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د کاندیدانو په توګه نوم لیکنه وکړي.

د انتخاباتو کمېسیون یوه کمیشنر او ویاند سید حفیظ الله هاشمي پرون شپه ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه د کاندیدانو نوم لیکنه ښه مخته تللې او په وروستۍ ورځ هم دوی نوم لیکنه ترسره کوي.

ده وویل:

"د څلورو انتخاباتي ټکټونو لپاره وخت ټاکل شوی، هغوی به راځي او نومونه به یې ثبتېږي او دا به د ثبت نام لپاره اخري ورځ وي، فعلي ولسمشر صاحب اشرف غني او فعلي اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله دي او دوه نور ټکټونه هم دي، د شنبې تر ماښامه پورې څه باندې لسو کسانو د کاندیدانو په توګه خپل نومونه ثبت کړي دي. "

ولسمشر غني ته یوه نږدې کس ازادي راډیو ته پرون شپه تأیید کړه چې امرالله صالح د لومړي مرستیال او سرور دانش د دوهم مرستیال په توګه له ښاغلي غني سره ولاړ دي.

امرالله صالح د شنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت له سرپرستۍ استعفا وکړه، څو له ولسمشر غني سره د انتخاباتي ټیم برخه شي.

عبدالله عبدالله ته هم یوه نږدې کس پرون شپه ازادي راډیو ته تأیید کړه چې دی به له عنایت الله بابر فرهمند او اسدالله سعادتي سره چې په ترتیب د ده لومړی او دوهم مرستیالان ټاکل شوي، د ولسمشرۍ د ټاکنو د کاندید په توګه نوملیکنه وکړي.

فرهمند د جنبش ګوند استازی دی او سعادتي هم د وحدت د حزب.

عنایت الله بابر فرهمند د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم او سعادتي هم د سولې عالي شورا د رئیس کریم خلیلي باوري کسان دي.

د عبدالله عبدالله د ټاکنیز ټیم عدالت او ثبات دا هم زیاتوي چې حکمت خلیل کرزی به د اجرائیه ریاست لپاره له ښاغلي عبدالله سره په انتخاباتي سیالیو کې ملګری وي.

د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر یوه میاشت مخکې پیل شوی و چې تر دې دمه زلمي رسول، نورالحق علومي، حکیم تورسن، لطیف پدرام، حنیف اتمر، سید نورالله جلیلي، عنایت الله حفیظ، فرامرز تمنا، ګلبدین حکمتیار، احمدولي مسعود، رحمت الله نبیل او ابراهیم الکوزي د کاندیدانو په توګه نومونه ثبت کړي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ټاکنیز مهالوېش له مخې، د ۱۳۹۸ کال د سرطان په نهه ویشتمه به د افغانستان د جمهوري ریاست انتخابات ترسره شي.

د جدي دېرشمه د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر د پای ته رسېدو تر څنګ باید د انتخاباتو کمېسیون د عملیاتي او بودجوي چارو پلان هم بشپړ شي.

د انتخاباتو د کمېسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، ټولې انتخاباتي چارې ښې مخته وړل شوي او حکومت او نړیوالې ټولنې د انتخاباتو د تمویل لپاره ډاډ ورکړی.

آرشیف، د انتخاباتو د کمېسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي
آرشیف، د انتخاباتو د کمېسیون کمیشنر او ویاند حفیظ الله هاشمي

​ده زیاته کړه:

"عملیاتي پلان اماده شوی دی، له ثبت نام وروسته په لومړنۍ جلسه کې به یې تأییدو، د بودجې په خاطر طرحه جوړه شوې ده، ظاهراً هم نړیوالې ټولنې او هم افغان حکومت تعهد سپارلی چې دا بودجه موږ ته راکوي، نو زه فکر کوم مالي اړخ کې هېڅ کومه ستونزه نشته."

خو د انتخاباتو ځینې څارونکي بنسټونه له هغې ډلې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ وايي چې د افغانستان انتخاباتي کمېسیونونو خپل بایللی باور نه دی ترلاسه کړی او د کړکېچ د مخنیوي لپاره په دغو کمېسیونو کې جدي اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د ۲۰۱۴ کال د ولسمشرۍ ټاکنو په سبب چې لانجمنې شوې او بالاخره د ملي یووالي حکومت په جوړېدو یې کړکېچ سوړ شو، په ټاکنیزو کمېسیونونو باندې د بېلابېلو ډلو له خوا کلک انتقادونه وشول.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG