د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۳

د سولې شورا: تمه ده چې د زلمي خلیلزاد په هڅو به اسلام اباد صادقانه همکاري وکړي


د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د لیدنې په حال کې
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره د لیدنې په حال کې

د افغانستان د سولې عالي شورا تمه لري چې له پاکستاني چارواکو سره د زلمي خلیلزاد خبرې به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مذاکراتو ته زمینه برابره کړي.

په داسې حال کې چې زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې دغه خبرې به د هېواد د سولې په برخه کې بې اغېزې نه وي.

د دغې شورا مرستیال عزیز الله دین محمد وايي، دوی تمه لري چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د هڅو په پایله کې به اسلام اباد صادقانه همکاري وکړي.

ښاغلي دین محمد د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د افغان سولې د بریالیتوب یوازنۍ لاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي او هیله یې وښوده چې پاکستان به د زلمي خلیلزاد د هڅو په پایلو کې دغه زمینه برابره کړي.

آرشیف، د سولې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد
آرشیف، د سولې د عالي شورا مرستیال عزیز الله دین محمد

​ده وویل:

"ښاغلی خلیلزاد چې دا مهال هلته دی او له هغو اړیکو په استفادې چې د دواړو هېوادونو په منځ کې دي، د پاکستان دولت د افغان سولې له بهیر سره همکاریو ته چمتو کړي چې دا ګټوره ده او پایلې به یې هم ولیدل شي، زموږ غوښتنه دا ده چې په افغانستان کې تل پاتې سوله راشي، داسې سوله چې په هغه کې د افغانستان خپلواکي لومړیتوب وي."

زلمی خلیلزاد له افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته د پنجشنبې په ورځ له پاکستاني چارواکو سره د لیدنې په هدف اسلام اباد ته ولاړ.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو پر بنسټ، ښاغلي خلیلزاد د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شاه محمد قریشي سره کتلي او دغو پاکستاني چارواکو له نوموړي سره ژمنې کړي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره به همکاري کوي.

له دې وړاندې پاکستاني رسنیو په پاکستان کې د زلمي خلیلزاد او طالبانو د لیدنې په اړه راپورنه ورکړي وو، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټوېټر کې دا ډول راپورونه شایعه بللي وو او رد کړي یې دي.

په ورته وخت کې پاکستاني خصوصي ټلویزیون جیو راپور ورکړی چې خلیلزاد او قریشي توافق کړی چې د خبرو په بل پړاو کې چې په پاکستان کې ترسره کېږي، د زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ به وي.

د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده وايي، که چېرې پاکستان طالبان له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کېنوي، دا به د سولې په بهیر کې د زلمي خلیلزاد یو لوی بریالتوب وي.

آرشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده
آرشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده

​نوموړي وویل:

"طالبان په اسلام اباد کې د مذاکرو لپاه حاضر نه دي، خو که چېرې پاکستان وتوانېږي چې طالبان متقاعد کړي چې په دغه هېواد کې د افغان حکومت له استازو سره مذاکرات وکړي، په هغه صورت کې ویلای شو چې خلیلزاد به یو بریالیتوب ترلاسه کړی وي، البته منظور د خبرو له هغو کسانو سره دی چې د طالبانو له لوري د خبرو کولو صلاحیت ورکړل شوی وي."

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانانو په مالکیت د سولې په اړه ټيلیفوني خبرې وکړې.

په دې وروستیو کې د امریکا له لوري د افغان سولې لپاره هلو ځلوهیلې زیاتې کړي، خو د سولې د خبرو بریالیتوب د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې بلل کېږي، هغه څه چې تراوسه طالبان ورته نه دي چمتو شوي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG