د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په قطر کې د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د روانو خبرو اترو په اړه تبصرې او مقالې خپرې کړې دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې خبر ورکړی چې روانې خبرې نن د چهارشنبې په ورځ هم دوام لري.
په مطلب کې وړاندې راغلي چې که څه هم د تېرو دوه ورځو د خبرو پایلې نهدي په ډاګه شوي، خو یو شمېر طالب چارواکو ویلي دي له امریکايي پلاوي سرهيې له افغانستانه د دوی د ځواکونو پر وتلو خبرې کړې دي.
په مطلب کې وړاندې د طالبانو د ویاند ذبیحالله مجاهد له قوله لیکل شوي دي چې په دې ناسته کې د طالبانو په استازیتوب د شیر محمد عباس په مشرۍ اته کسیز پلاوی په خبرو بوخت دی او دغهشان د امریکا له لوري ۱۱ مرکچیانو پهدې خبرو کې ګډون کړی دی.
ورځپاڼې همدا شان د طالبانو د پخواني چارواکي ملا عبدالسلام ضعیف په حواله لیکلي دي چې د تېرو دوه ورځو په خبرو کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو پر وتلو، اوږد مهاله اوربند، له تور لېست څخه د طالب مشرانو د ایستلو او د زندانیانو خلاصون هغه مسایل وو چې دواړو لورو پرې بحث کړی دی.
- دنیا
دنیا خپلواکې ورځپاڼې هم په همدې اړه په یو مطلب کې د سولې عالي شورا د ویاند سید احسان طاهري له قوله لیکلي دي چې د طالب استازو او امریکايي پلاوي دغه ډول ناستې او غونډې باید ډېر دوام ونهکړي او د قطر غونډه باید د افغانستان د سولې راتلونکی روښانه کړي.
په مطلب کې وړاندې د سولې عالي شورا د مسؤلینو له قوله لیکل شوي تر هغې چې پهدې خبرو کې افغان حکومت ورګډ نهشي، د امریکا او طالبانو لیده کاته به ځای ونهنیسي.
- مسیر
مسیر خپلواکې ورځپاڼې د قطر په وروستۍ غونډه کې اختلافي موارد تر عنوان لاندې په خپله خپره کړې سرمقاله کې لیکلي دي چې د دواړو لورو ترمنځ له افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په څرنګوالي اختلاف موجود دی.
په سرمقاله کې وړاندې راغلي دي، امریکايي لوری غواړي چې د ځواکونو د وتلو لپاره اوږد او مشروط پلان جوړ کړي، خو طالبان ټینګار کوي چې دا ځواکونه باید په لنډ وخت کې د یو مهالوېش له مخې له افغانستانه ووځي.
د سرمقالې لیکوال لیکي، د اختلاف بل ټکی دا دی چې افغانستان به بیا د امریکا او د متحدینو پر ضد يې نهکارېږي، طالبانو ډاډ ورکړی چې دوی غواړي پهدې مسئله کې د نړۍ او سیمې ستر هېوادونه ښکېل کړي او هغوی به ضمانت ورکړي چې افغانستان به د چا پر ضد نهکارول کېږي.