د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

سیما سمر: د ښځو له ګډون پرته به د سولې پروسه نتیجه ونه‎لري


ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

په افغانستان کې د سولې د هڅو په تېزېدو سره د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر د سولې په مذاکراتو کې د ښځو په ګډون ټنیګار کوي.

مېرمن سمر د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۵» په کابل کې په ښه حکومتوالۍ او تل پاتې سوله کې د ښځو د رول ملي کنفرانس ته په وینا کې وویل چې د ښځو له ګډون پرته به دا پروسه نتیجه ونه‎لري.

نوموړې وویل:

"تر هغه چې ښځو ته د ټولنې د نیمايي نفوس په توګه په پرېکړو کې ونډه ورنه‎کړل شي موږ به بنسټیزې سولې ته ونه‎رسېږو، افغان مېرمنو باندې غږ کوم چې په پیاوړې اراده باندې هڅه وکړي څو په هېواد کې سوله راشي او د وسله‎والو طالبانو له خویندو او میندو څخه هم همدا غوښتنه کوم چې هیله ده خپل اولادونه مه‎پرېږدئ چې په جګړه کې قرباني شي."

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په خبرو کې د ښځو په ګډون ټنیګار کوي

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سولې په پروسه کې ښځو ته په ونډې ورکولو ټینګار کړی او د ملي امنیت سلاکار ته‎يې لارښوونه کړې چې د سولې په مشورتي کمېټه کې د مرکز په نسبت د ولایتونو ښځې زیاتې کړي.

افغان ولسمشر د سولې په مشورتي کمېټه کې د مرکز په نسبت د ولایتونو مېرمنو ته ډېره برخه ورکول مهم بللي او ویلي یې دي چې د سولې پروسه باید کابل محوره نه، بلکې افغانستان شموله وي.

همدارنګه د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم ویلي چې د سولې په پروسه کې به د ښځو لاسته راوړنې پر ځای پاتې کېږي.

ارشیف، د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
ارشیف، د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

په دغه غونډه کې له طالبانو سره د مذاکرو د ۱۲ کسیزې ډلې غړې شاه ګل رضايي بیا وویل چې په سیاسي پروسو کې د ښځو مشارکت اړین دی.

مېرمن رضایي وویل، که څه هم ښځو ته په سیاسې پرېکړو کې تر یوه حده ونډه ورکړل شوې، خو باید دا ګډون پراخ شي.

په ورته وخت کې د سولې کور په نوم بنسټ یوې غړې نګینې یاري د سولې په پروسه کې د ښځو د ګډون په تړاو وویل:

"د سولې په پروسه کې باید د ښځو مشارکت ته پام وشي او پرېکړو کې یې استازي حضور ولري او حکومت باید د سولې لپاره اساسي رول ولوبوي او د خلکو غوښتنو ته پام وکړي."

له بلې خوا د افغان ښځو شبکه د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه مهمه بولي او وايي چې د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه کليدي او با اهمیته موضوع ده او ښځو ته باید د سولې په ټولو پروسو کې په رښتیني ډول ونډه ورکړل شي.

د دې شبکې یوه غړې شکریه رحیم وایي، ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې حضور ولري او د سولې په اړه له ټولو پرېکړو باید باخبره واوسي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG