د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۹

ولې به د سولې پروسه په افغانستان کې یوه پېچلې ازموینه وي؟


  • ایرو اېشیا رېویو

ولې به د سولې پروسه په افغانستان کې یوه پېچلې ازموینه وي؟ ایرو اېشیا رېویو خپرونې تر دې سرلیک لاندې د افغانستان د سولې د روانو هڅو په اړه په یوه تحلیلي مطلب کې لیکي:

د ټرمپ اداره به چې له وسله‌والو طالبانو سره‌یې په‌دې هیله مخامخ خبرې پیل کړي چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي، د سولې په دغه روان بهیر کې مهم پرمختګ ته سترګې په لاره وي.

ولسمشر ټرمپ چې غواړي نیمایي امریکایي سرتېري له افغانستانه وباسي، خو د دغې اوږدې جګړې د پای ته رسېدو لپاره‌یې د سولې خبرې په‌دې وروستیو کې وروسته له هغې له خنډ سره مخامخ شوې چې وسله‌والو طالبانو له امریکایي چارواکو سره هغه غونډه چې په پام کې وه په قطر کې وشي د اجنډا پر سر د اختلافاتو له کبله لغوه کړه.

د لیکوال په باور د جیو پولیټیک له نظره به د سولې دغه پروسه ځکه پېچلې وي چې نه به واشنګټن او نه هم طالبان د دې وړتیا ولري چې له نورو سیمه‌ییزو مهمو لوبغاړو پرته چې په افغانستان کې خپلو جیوپولیټیک ګټو ته اندېښنه لري، په خپلواکه توګه د دې هېواد د راتلونکي په اړه پرېکړې وکړي.

د ایرو اېشیا خپرونې په لیکنه، دوی ښایي پر ځینو د نه‌منلو وړ غوښتنو سره د طالبانو د دریځ په پیاوړي کولو سره د سولې پروسه سبوتاژ کړي او یا هم ښایي په نورو اقداماتو سره هڅه وکړي چې افغانستان بې‌ثباته کړي.

لیکوال د افغانستان په لانجه کې د ښکېلو پاکستان، هند، چین روسیې ایران او د منځنۍ اسیا د یو شمېر هېوادونو د دریځونو په اړه له یو لړ څرګندونو وروسته لیکي:

له جیو پولیټیک اړخه د افغانستان د راتلونکي په اړه دغه ټول هېوادونه خپلې ګټې لري او د سولې په اړه د داسې نتیجو تمه کوي چې په‌دې اړه د دوی ډېرې اندېښنې ځواب شوې وي.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

امریکایي سټارز اېنډ سټرایپس خپرونې په امریکا کې د هغه افغان نیول کېدو ته پام اړولی چې په افغانستان کې یې یوه موده له امریکایي ځواکونو سره د ترجمان او قراردادي په توګه کار کړی دی.

خپرونه لیکي:

محمد اصف متوکل چې له خپلې کورنۍ سره د تېرې جمعې په ورځ د امریکا د هسټن هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم نیول شوی، چارواکو یې بېرته کابل ته د استولو ګواښ کړی دی.

د پوهنې او حقوقي خدماتو په برخه کې د کډوالۍ یو مرکز چې د ښاغلي متوکل له حقوقو دفاع کوي، ویلي چې ۴۸ کلن متوکل له خپلې مېرمنې او پنځو ماشومانو سره د مهاجرت پر ویزې امریکا ته راته چې د جمعې په ورځ په هسټن هوایي ډګر کې د ګمرک او پولې ساتنې د ادارې چارواکو توقیف کړ.

وروسته‌یې مېرمن او ماشومان خوشې کړل، خو نوموړی یې د تحقیقاتو لپاره له ځان سره ساتلی دی.

د سټارز اېنډ سټرایپس په لیکنه د متوکل یوه مدافع وکیل ویلي چې امریکا ته د مهاجرت د یوه ځانګړي پروګرام له مخې هغه او کورنۍ ته‌یې امریکا ته د تلو او په‌دې هېواد کې د اوسېدو ویزې ورکړل شوې وې، خو چارواکو دوی په‌دې خاطر راوګرځول چې د روغتیایي سابقو پاکټونه چې مهر او لاک شوي وو، د کورنۍ د کوم غړي له‌خوا پرانیستل شوي وو.

چارواکو دوی په‌دې خاطر ونیول چې ښایي دغه اسناد جعل شوي وي.

د خپرونې په لیکنه متوکل له ۲۰۱۲ نه تر ۲۰۱۳ پورې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړونکي او وروسته د ټېکه‌دار په توګه کار کاوه.

په افغانستان او عراق کې د هغو کسانو لپاره چې له امریکايي ځواکونو سره‌یې کار کړی وي او ژوند یې د وسله‌والو طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو له‌خوا په خطر کې وي امریکا ته د مهاجرت د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې ویزې ورکول کېږي.

د افغانانو لپاره دغه پروګرام له ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې پیل شوی دی.

د دغه پروګرام په مرسته تېر ۲۰۱۸ کال ۲۴۱۰ افغانان له خپلو کورنیو سره امریکا ته تللي او په دې هېواد کې مېشت شوي چې دا د وړم کال په نسبت په سلو کې ۵۰ کموالی ښیي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې شااوخوا ۱۹۰۰۰ زره افغانانو له امریکا د ویزې غوښتنه کړې چې پر دوسیو یې غور کېږي.

XS
SM
MD
LG