د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۷

کومې ستونزې دي چې افغان سوله ننګوي؟


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دا سمه ده چې د افغانستان د سولې په برخه کې د سیمه ییزې اجماع لپاره کار شوی، خو ځينې ستونزې لا هم موجودې دي چې باید هوارې شي.

په داسې حال کې چې د افغان سولې لپاره یوه سیمه ییزه اجماع رامنځته شوې، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، دوه ستونزې لا هم موجودې دي چې دغه پروسه ننګوي.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار د شنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې دغه ستونزې داسې یادې کړې:

ارشیف، د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی محمد اسماعیل قاسمیار
ارشیف، د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی محمد اسماعیل قاسمیار

"یوه یا دوه ستونزې په کار کې موجودې دي، لویه ستونزه دا ده چې د طالبانو رهبري لا هم وايي چې مونږ له افغان حکومت سره خبرې نه کوو، یو شمېر رقابتونه هم شته مثلاً، امریکا له چین، روسیې او ایران سره."

ښاغلی قاسمیار وايي، د سیمې او نړۍ هېوادنه باید د افغانستان د سولې په برخه کې خپل رقابتونه یوې خواته پرېږدي او رښتینې همکاري وکړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په دې ورستیو کې د افغان سولې په برخه کې، افغان حکومت، امریکا او د سیمې هېوادونه تر بل هر وخت فعال شوي دي.

تازه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندې چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي چې هغه هېواد د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کړی دی.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې لپاره د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي عمر داوودزي هم پاکستان ته څلور ورځنی سفر درلود چې هیله بخښونکی ښودل شوی او پاکستاني چارواکو ورته د رښتینې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب هم له خپل چینايي سیال سره د افغان سولې په اړه خبرې کړي او هغه هېواد هم په دې برخه کې د همکارۍ خبره کړې ده.

مخکې تر دې، ایران، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او روسیې هم د افغانستان د سولې په برخه کې د خپلو هڅو او ملاتړ ویلي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړی سید عباس حسیني د افغان سولې په برخه کې ورستي پرمختګونه ستايي او هرکلی یې کوي.

ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې د غونډو تالار
ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې د غونډو تالار

دا وایي:

"افغان حکومت په دې ورستیو کې ښه رول لوبولی، له طالبانو سره د سولې او جګړې د ختمولو لپاره یې خلک هیله مند کړي، د امریکا متحده ایلاتو هم د منځګړي په توګه ښه رول لوبولی او د طالبانو په دریځ کې هم بدلون راغلی او نرم شوي دي."

د افغانستان د سولې په مسئله کې د سیمې په ځانګړي ډول د ګاونديو هېوادونو رول ډېر مهم ګڼل کېږي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې امریکا باید روسیې، چین، هند او د افغانستان نورو ګاونډیو هیوادونو ته هم د سولې په پروسه کې د رول لوبولو موقع ورکړي.

خو په ټوله کې بیا هم د سولې د عالي شورا ټینګار پر دې دی چې یاد هېوادونه یوازې د سولې خبرو ته د زمینې برابرولی شي، نور نو د سولې خبرې باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشي، هغه څه چې طالبانو په وار وار ترې مخ اړولی دی.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG