د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۷

هند: د افغانانو په مشرۍ او مالکیت له افغان سولې ملاتړ کوو


هند وايي، د افغانستان په وړاندې یې دريځ با ثباته دی او د دغه هېواد د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې کړي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند روویش کومار پرون یوه خبري کنفرانس ته وویل چې هندي چارواکو ښاغلي خلیلزاد ته د سولې په برخه کې له خپلو همکاریو ډاډ ورکړ.

نوموړي وویل:

"ښاغلي خلیلزاد د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج او بهرنیو چارو سکرتر ویجې ګوکهالي سره په دې خبرې وکړې چې امریکا څنګه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت او پخلاینې هڅه کوي، موږ له خپله اړخه ډېره ښه واضح کړه چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې پروسه باید د افغانانو په مالکیت، مشرۍ او کنټرول کې وي، د افغانستان په اړه زموږ دریځ معلوم او ډېر ثابت دی، هند د افغانستان د سولې او پخلاینې له پروسې ملاتړ کوي. "

ښاغلي کومار وویل، د هند په دریځ کې هېڅ بدلون نه دی راغلی او تل به د افغانستان د سولې د پروسې همکار وي.

خلیلزاد داسې وخت له هندي چارواکو سره د افغان سولې په باب خبرې کړي چې د رپوټونو په اساس، د هند د پوځ لوی درستیز جنرال بپین راوټ د پنجشنبې په ورځ لېوالتیا ښودلې چې هند هم د افغانستان د سولې په روانو هڅو کې شامل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، زلمی خلیلزاد چې د جنورۍ له اتمې تر یویشتمې هند، چین، افغانستان او پاکستان ته په سفر وتلی، هدف یې دا دی چې چارواکي د بین الافغاني سیاسي جوړجاړي د زمینې برابرولو ته وهڅوي.

ښاغلي خلیلزاد تېر وار هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د مهالوېش په اساس سفرونه وکړل او اوس به تر هند وروسته چین ته روانېږي.

د افغانستان د سولې په چارو کې خلیلزاد وړمه ورځ په نوې ډهلي کې د ریسینا ډیالوګ ګډونوال هم و، چېرته چې ده د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي خبرې اورېدې.

ښاغلي کرزي د زلمي خلیلزاد هڅې وستایلې او ویې ویل چې افغانان ډېر زیات د دې پروسې بریالي کېدو ته هیله مند دي.

آرشیف، مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی
آرشیف، مخکنی افغان ولسمشر حامد کرزی

​کرزي زیاته کړه:

"ډېره موثره هڅه هغه یوه ده چې په وروستیو کې د امریکا متحده ایالتونو له خوا پيل شوې، زموږ د خپل افغان سفیر زلمي خلیلزاد په ګمارنه، زه خوښ یم چې نن دې غونډه کې راسره دی، موږ د دې پروسې د بریالي کېدو لپاره ډېر زیات هیله مند یوو."

ښاغلي کرزي وویل، د سولې داسې یوه پروسه غواړو چې پکې پاکستان، امریکا، هند، ایران، چین او نور هېوادونه مهم رول ادا کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG