د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۲

د افغان سولې په پروسه کې د سیمه ییزو لوبغاړو ښکېلتیا تازه ګومانونه رامنځته کړي


آرشیف/ د افغانستان په نقشه کې د سولې پیغام
آرشیف/ د افغانستان په نقشه کې د سولې پیغام

د افغانستان د سولې په پروسه کې د سیمه ییزو لوبغاړو ښکېلتیا تازه ګومانونه رامنځته کړي دي.

د افغانستان د سولې په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه د هڅو له زیاتوالي سره یو وخت د سولې په بهیر کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو رول ګټور او د ځینو بې تاثیره بلل کېږي.

یو شمېر سیاسي څېړونکي وايي، د سیمې هېوادونه په مثبت رول سره کولای شي چې افغان سوله بریالیتوب ته ورسوي، خو دوی ټینګار کوي چې د سیمې او د نړۍ د هېوادونو ګډون باید د افغان حکومت او طالبان ترمنځ مخامخ خبرو ته د زمینې برابرولو تر بریده وي.

آرشیف، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو ګډ شوی انځور
آرشیف، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالبانو د ځينو غړو ګډ شوی انځور

​د نړیوالو اړیکو کارپوه عبدالطیف نظري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په افغان سوله کې د سیمې د هېوادونو رول باید په سمه توګه مدیریت شي او د نوموړي په وینا، باید دغه رول منفي سیالیو ته لاره هواره نه کړي.

ده وویل:

"که چېرې د افغانستان او د نړیوالو همکارانو له لوري یې مدیریت ته پام وشي، زه فکر کوم چې د سیمې د هېوادونو ګډون به د افغان سولې لپاره په ګټه وي او که چېرې ښه مدیریت نه شي، زما په باور، نیابتي جنګ او سیالۍ به رامنځته کړي او دغه موضوع د سولې بهیر پرې کوي او زیاتې ستونزې به جوړې کړي."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د افغان سولې په اړه افغانستان او سیمې ته د امریکايي او افغان چارواکو سفرونه زیات شوي او هڅې کېږي چې د سولې د پروسې په اړه سیمه ییز ملاتړ زیات کړي.

په دې لړ کې روسیې، هند، پاکستان، د منځنۍ اسیا او خلیج هېوادونو ته د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغان سولې په اړه د ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد له سفرونو یاونه وکړو.

په ورته وخت کې ټاکل شوې چې ښاغلي خلیلزاد سیمې ته په تازه سفر کې له چینايي او همداشان له پاکستاني او افغان چارواکو سره وویني.

له بل لوري د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب چین او هند ته سفرونه کړي او د یکشنبې په ورځ له سعودي چارواکو سره د لیدنې په هدف ریاض ته رسېدلی.

همدا شان د سولې د سیمه ییزې اجماع لپاره د افغان ولسمشر سلاکار او د سولې د عالي شورا د دارلانشا رئیس محمد عمر داودزی اسلام اباد ته تللی.

په همدې حال کې یوه طالب پلاوي هم له روسيي، پاکستاني او ایراني چارواکو سره لیدلي دي.

د افغان سولې لپاره د سیمه ییز ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره هڅې داسې مهال ترسره کېږي چې زلمي خلیلزاد او طالبانو څو ځلې په قطر او متحده عربي اماراتو کې سره لیدلي، خو طالب پلاوي په ابوظبي کې له افغان پلاوي سره لیدنه رد کړه.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده دغې موضوع ته په کتو وايي، تر هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع یقیني نه شي، په افغان سوله کې به د ګاونډیو هېوادونو رول تاثیر نه لري.

ارشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده
ارشیف، د سیاسي چارو افغان کارپوه وحید مژده

​دی وایي:

"تر هغې چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د شتون مسئله حل نه شي، د دغه هېواد په سیاست په ځانګړې توګه د سولې په پروسه باندې به نوي لوبغاړي مثبت او منفي تاثیر وا نه چوي، ټول هغه هېوادونه چې له طالبانو سره ښې اړیکې هم لري، که له دغې ډلې وغواړي چې له افغان دولت سره خبرو ته کېني، دغه ډله به چمتو نه شي، تر هغې چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسئله یوې خواته نه شي."

افغان حکومت هڅه کوي چې په طالبانو سیمه ییز او نړیوال فشارونه زیات کړي، ترڅو دغه ډله له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضره شي.

له دې وړاندې په دې برخه کې د پاکستان رول مهم بلل کېده او دغه هېواد ژمنه کړې وه چې طالبان به له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته حاضروي.

خو اوس به ولیدل شي چې د پاکستان دغه ژمنې عملي کېږي او که نه او یا هم د سیمې او نړۍ د هېوادونو زیات ګډون به په افغانستان کې سولې ته لاره هواره کړي او یا دا چې دغه بهیر به تازه سرخوږی له ځانه سره ولري.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG