د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

مسلمیار: د سولې هر ډول خبرې او پرمختګ باید د افغان حکومت او خلکو نه پټ نه‌وي


ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار
ارشیف، د افغانستان د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار

د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي او رئیس په‌دې باور دي چې د افغانستان د سولې روانه پروسه چې د امریکا او د سیمي د ځینو هېوادونه په هڅو پر مخ وړل کېږي، هر ډول خبرې او پرمختګ يې باید د افغان حکومت او خلکو نه پټ نه‌وي.

دوی د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۲۲»د جرګې په عمومي غونډه کې وویل، د افغانستان د سولې پروسه یو حساس پړاو ته رسېدلی او که دقت په‌کې ونه‌شي او د افغانستان ګټې او ارزښتونه په‌کې په پام کې ونه ونیول شي، هېواد به له یوه بل ناورین سره مخ کړي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادي مسلمیار په‌دې اړه د جرګې د یو شمېر غړو له بحثونو وروسته وویل:

"پیغام به مو ښکېلو هېوادونو ته دا وي چې د افغانستان د ولس، حکومت او نظام پرته، د سولې اړوند بحث کول او یا تصمیم نیول به د افغانستان لپاره د د یو بل ناورین بحث وي. باید داسې تصمیم ونیول شي، هرڅه چې مخې ته راځي، باید له افغان حکومت سره شریک او حکومت مکلف دی چې په اړه یې له ملت سره مشوره وکړي."

د مشرانو جرګې ځینو غړیو له دې ډلې ګل احمد اعظمي وویل، کومې خبرې چې د سیمې په کچه د افغانستان د سولې په اړه کېږي، ټولې له خلکو او حتي له افغان حکومته پټې دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د مذاکراتو په اړه د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په وروستیو شاوخوا درې میاشتو کې پاکستان، عربي متحد اماراتو، قطر، ازبکستان، تاجکستان او ځینو نورو هېوادونو ته سفر کړی او د یادو هېوادونو له چارواکو سره یې له لیدلو وروسته افغان حکومت ته د خپلو هڅو او پرمختګونو په اړه راپور ورکړی دی.

سربېره پر دې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئيس محمد عمر داوودزي تېره اوونۍ پاکستان ته سفر وکړ.

ښاغلي داوودزي په خپل دغه څلور ورځني سفر کې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي او د هغه هېواد له یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو سره وکتل.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، له ښاغلي داوودزي سره د پاکستاني چارواکو خبرې، هیله بخښوونکې وي.

محمد اسماعیل قاسمیار
محمد اسماعیل قاسمیار

د دغه شورا د اجرائیوي پلاوي غړي محمد اسماعیل قاسمیار ازادي رادیو ته وویل:

"ښاغلی داوودزی له خپل سفره راضي دی. دی په‌دې عقیده دی چې د پاکستان د حکومت، سیاست او پوځ ترمنځ د افغانستان د سولې او ثبات اړوند یوه هم‌غږي رامنځته شوې او له سیاسي پلوه عمومي روحیه هم داسې ده چې کولی شي، د افغانستان د سولې په ګټه زمینه برابرولی شي."

ښاغلی قاسمیار وايي، د سولې د مشورتي عالي بورډ جوړېدل، د دې ښکارندويي کوي چې د سولې پروسه له خلکو پټه نه‌ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا دا هم وايي چې د پاکستان اوسنی کمزوری اقتصادي وضعیت ته په کتو، هغه هېواد منلې چې د افغانستان سوله د پاکستان د اقتصاد په ګټه ده، له همدې امله غواړي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره هڅې وکړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG