د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۹

منظور پشتین: د ورکو شویو خلکو د برخلیک لپاره خپلو مبارزو ته دوام ورکوو


په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو پرون یکشنبه د اکټوبر په ۲۸مه د بنو په جلسه کې د پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره د خپلې مبارزې په دوام ټینګار وکړ.

په بنو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته لسګونه زره کسان راغلي وو.

د غورځنګ پلویان او خلک د بنو د ښار په ورزشي سټډیوم کې ټول وو چې اکثرو یې د خپلو ورکو او وژل شویو کسانو تصویرونه هم له ځانه سره راوړي وو.

غونډې ته د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پشتین وویل چې د ټولو پښتنو د حقونو د ترلاسه کولو او د ورکو شویو خلکو د برخلیک د معلومولو لپاره به خپلو مبارزو ته دوام ورکړي.

نوموړی وايي:

"دا د غمځپلو خلکو غونډه ده. دلته میندې راغلي مخامخ‌یې وینم د خپلو زامنو تصویرونه‌یې اخیستي دي. دلته وروڼه راغلي په خپلو ورکو پسې ګرځي. دا د دغو خلکو سیمه ده او ریاست «حکومت» ستا اواز نه‌شوی اورېدلی، ستا اواز نورو خلکو اورېده، خو هغه‌یې هم په تا نه‌وپېرزو. دغه انصاف دی؟ دا کوم انصاف دی؟"

د غونډې ځینو عامو ګډونوالو ته هم د خبرو چانس ورکړل شو چې هر یوه‌یې د یوه ورک شوي یا وژل شوي یادونه کوله.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه بل مشر او د پاکستان د پارلمان غړي علي وزیر وویل چې د جنګ د ختمولو په لټه کې دی ځکه ټول قبایل په یوه تېره لسیزه کې جنګ ځپلي دي.

نوموړی وايي:

"موږ دا وایو چې موږ او تاسو لکه څنګه چې ځورېدلي یو زموږ خویندې او میندې هم همداسې ځورېدلې دي. په کار ده مشرې ښځې او ځورېدلې ښځې هر چېرته چې موږ جلسې لرو راشي."

علي وزیر غورځنګ یو خودجوشه حرکت وباله چې په خبره‌یې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره به خپله مبارزه کوي.

اخوا د غورځنګ یوه بل مشر او د پارلمان غړي محسن داوړ وویل چې ټولې غوښتنې یې قانوني دي او د قانون په چوکاټ کې خپلې غوښتنې مطرح کوي.

داوړ داسې وخت خپلې غوښتنې قانوني بولي چې د غورځنګ ګڼ غړي او پلویان‌یې په تېر یوه کال کې چې لاریونونه او اعتراضي غونډې پیل کړي د پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۴ میلادي کاله راجوړ شوی چې په قبایلي سیمو شمالي او جنوبي وزیرستان کې د ماینونو د پاکولو، د ورکو شویو خلکو د لټون او د دوی په خبره د پوځ د زور زیاتیو د بندولو هڅې کوي.

دغه غورځنګ وروسته له هغه نړیوالو وپېژاند چې د روان میلادي کال په لومړیو کې یې د یوه وزیرستاني ځوان نقیب‌الله محسود د وژنې په غبرګون له دېره اسماعیل خانه د لسګونه زره خلکو یو لاریون پیل او تر پېښوره‌یې ورساوه.

د پاکستان حکومت که څه هم د پښتون ژغورنې د غورځنګ د ځینو غوښتنو د پر ځای کولو خبره کوي، خو وايي چې د لاریون او اعتراضي غونډو پر مهال په پوځ او سیاسي ادارو نیوکې ورته د منلو نه‌دي.

حکومت که څه هم ویلي چې د پښتون ژغورنې د غورځنګ ځینې غوښتنې له هغې ډلې له قبایلي سیمو د ماینونو پاکول او د پوځ پر ځای د محلي ځواکونو ځایول‌یې پوره کړي، خو پي ټي اېم وايي چې د دوی غوښتنې نه‌دي پوره شوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG