د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

منظور پشتین: د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړي ځوروي


په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین وايي، په‎داسې حال کې چې په بېلابېلو سیمو کې د دې غورځنګ ملاتړي ځورول کېږي او بریدونه پرې کېږي، له پاکستاني ریاست سره مذاکراتو ته ډېره تمه نه‎شته.

د دې غورځنګ مشر منظور پشتین ازادي راډیو ته په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، نه‌یوازې چې پاکستاني پوځ د دوی غوښتنې نه‎دي منلي، بلکې په ټول پاکستان کې یې د دوی پر ملاتړو فشارونه زیات کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، یوازې په تېرو درې ورځو کې په واڼه او انګور اډه کې د دې غورځنګ پر پلویانو بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات نور ټپیان دي.

منظور پشتین
منظور پشتین

دی وايي:​

"په اسلام‎اباد کې زموږ ۳۷ ملاتړي د دوشنبې په ورځ پولیسو نیولي، نه‎یې د مدافع وکیل حق ورکړی او نه‎یې تر اوسه محکمې ته وړاندې کړي، بلکې د ۱۴ ورځو په مخه‎یې زندان ته استولي دي. همدارنګه په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعالانو برید کې ۴۶ کسان ټپیان شوي او ۵ مړه دي. په انګور اډه کې بیا د ځايي انتظامیې په ډزو یو کس وژل شوی او پنځه ټپیان دي."

نوموړي د پښتون ژغورنې غورځنګ د بل مشر علي وزیر په اړه چې واڼه کې پرې برید شوی، وویل هغه لا هم واڼه کې دی او خوندي دی، خو د عارف په نوم‌یې د کورنۍ یوازنی زلمی ټپي دی.

د پاکستان پوځ د ویاند د هغو څرګندونو په اړه چې په واڼه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو برید د امن په نوم د ځايي کمېټې غړو کړی دی، منظور پشتین وویل:

"د پاکستان پوځ چې کوم طالبان ساتي دوی ورته بېلابېل نومونه ورکوي، کله‎یې د امن کمېټې بولي، کله‎یې ښه طالبان بولي، خو تر ټولو ډېرې وژنې، د خلکو ځورول او ترهګرۍ خپرول د همدې ډلې کار دی. کله چې د طالب نوم بد شو، نو دوی‎یې نوم وربدل کړ او د امن کمېټې نوم‎یې پرې کېښود."

منظور پشتین ازادي راډیو ته وویل، په‎داسې حال کې چې د دوی د غورځنګ پر فعالانو بریدونه کېږي او ملاتړي یې وژل کېږي، ټپیان کېږي او یا بندیان دي، د پاکستاني پوځ سره ښايي د جرګو له لارې مذکرات ونه‎شي.

منظور پشتین د خپلو غوښتنو په اړه یو وار بیا وویل چې غوښتنې یې په پاکستان کې د پښتنو د اساسي حقونو او ژوند غوښتنې دي؛ دا چې دوی دې په زور تري تم کېږي نه او په صحرايي محاکمو کې دې نه‌وژل کېږي او سیمې دې د ترهګرۍ د روزنې ځالې نه‌وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر علي وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ بل مشر علي وزیر

نوموړي هغه راپورونه هم تأیید کړل چې ګوندې شمالي وزیرستان کې بیا د پاکستان د پوځ له‌خوا طالبان ځای پر ځای شوي دي.

منظور پشتین د پاکستان پوځ د ویاند اصف غفور هغه څرګندونې هم رد کړې او د خندا وړ یې وبللې چې ویل‎یې د پښتون ژغورنې غورځنګ د بهرنیو هېوادونو له‎خوا د پاکستان د پوځ پر ضد کارول کېږي.

منظور پشتین وویل، مبارزه به‎یې تر هغې دوام وکړي، څو چې د پښتنو په سیمه امن نه‎وي ټینګ شوی او دې خلکو ته د ژوند کولو حق نه‎وي ورکړل شوی.

XS
SM
MD
LG