د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

پاکستان وايي له داسې ننګونې سره مخ دی چې مخکې یې تمه نه‌کېده


د پاکستان پیاوړی پوځ چې له اوږدې مودې راهیسې د ځینو بهرنیو لورو له‌خوا د اسلامي سخت دریځو په ملاتړ تورن دی، دا مهال له یو داسې چلنج سره مخ دی چې دمخه تر دې یې تمه نه‌کېده.

ګڼ پښتانه چې په قبایلي سیمو کې، د یونیفورم لرونکو له‌خوا د ترهګرۍ په اړه له تورونو، تبغیض او صحرايي وژنو ستړي دي، په ډراماتیکه توګه په منظور پشتین پسې ولاړ دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي، له دوی څخه په سلګونه زرو یې د پوځ د هغو عملیاتو له کبله چې په تېرو ۱۰ کلونو په قبایلي سیمو کې خپل کورونه پرېښي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو په وینا یوازې د ځینو خاصو وسله‌والو ډلو پر ضد د پاکستاني پوځ له‌خوا ترسره کېدل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان د کابل او واشنګټن هغه تورونه غبرګوي چې وايي پاکستاني پوځ په قبایلي سیمو کې هغو وسله‌والو ډلو ته خوندي پټنځایونه ورکړي چې په افغانستان کې حملې کوي، خو د هغو پر ضد چې د پاکستان په وړاندې درېږي، پوځي عملیات کوي چې ډېر کله ورسره سیمه‌ییز خلک ځورول کېږي.

منظور پشتین
منظور پشتین

د پښتون ژغورنې غورځنګ ۲۶ کلن مشر منظور پشتین د فرانسې خبري اژانس ته په یوې تازه مرکه کې ویلي:

"دا پالېسي زموږ لپاره ډېره خطرناکه ده."

نوموړی وايي، دې پالېسۍ د پښتنو سنتي قبایلي ټولنه نا ارامه کړې ده.

ولسي خلک ځورول کېږي او وژل کېږي او د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو له‌خوا تري تم کېږي.

د افغانستان او پاکستان د چارو شنونکي مایکل سیمپل دې خبري اژانس ته ویلي د پشتین غورځنګ د پاکستان د پوځ د هغه چلند په وړاندې چې د وسله‌والو سره‌یې لري یو ځانګړی چلېنج رامنځته کړی.

د نوموړي په وینا دې غورځنګ هغو تورونو ته چې مخکې ورته پام نه‌کېده ځواکمنه ژبه ورکړه.

مایکل سیمپل وايي:

"دا د دوه مخې لوبې یو تر ټولو کمزورې نقطه ده، ځکه په سیمه کې واقعي انسانان اوسېږي او هغوی هغه څه چې ترسره کېږي ګوري."

د دې بریتانوي څېړونکي په وینا دا غورځنګ غواړي تور او سپین سره بېل کړي.

د فرانسې خبري اژانس د یکشنبې په ورځ په لاهور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ هغې غونډې ته اشاره کوي چې زرګونه کسانو په‌کې د ترهګرۍ سره د پوځ د ملاتړ پر ضد شعارونه ورکول.

راپور وايي، دا مهمه صحنه وه ځکه په پاکستان کې د امنیتي ادارو خلاف داسې تورونه راپورته کول خطرناکه سره کرښه ګڼل کېږي چې تر دې مخکې ترې چا د پښې اړولو جرأت نه‌دی کړی.

راپور همدارنګه وايي، د لاهور غونډه د دې ښار د امنیتي ادارو د ممانعت سربېره جوړه شوه، ځکه هغوی غونډې ته اجازه نه‌ورکوله او د دې ډلې مشران‌یې هم د لږ وخت لپاره نیولي وو.

د پښتون ژغورنې حرکت غونډه
د پښتون ژغورنې حرکت غونډه

له کلونو راهیسې امریکا، افغان حکومت او نور لوري پاکستان تورنوي چې پر خپله خاوره‌یې هغو طالب وسله‌والو ته خوندي مرکزونه برابر کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

اسلام‌اباد دا ادعاوې تل رد کړې دي او وايي په قبایلي سیمو کې یې د وسله‌والو خلاف پرله‌پسې عملیات کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، هېڅ پوځ د هغو ترهګرو ملاتړ نه‌کوي له چا سره چې یې پرله‌پسې جګړه کړې وي.

خو پر پاکستان تورونه دوام لري.

د جنورۍ په میاشت کې سپینې ماڼۍ وویل، د همدې مسئلې پر سر یې پاکستان سره خپلې ټولې امنیتي مرستې ځنډولې دي.

منظور پشتین وايي، له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې د وزیرستان په نا ارامیو کې یې د ۴۰ په شااوخوا کې خپلوان او ملګري وژل شوي او ۳۰ نور تري تم دي.

د نوموړي په وینا د ده د غورځنګ ملګري هم د قربانیو ورته کیسې لري.

پشتین وايي:

"ښايي هغوی ته به ځیني طالبان ښه طالبان ښکاري، خو موږ ته ښه نه‌دي، موږ وژني."

په راپور کې ویل شوي، په پاکستان کې د محکمې له پرېکړې پرته د وژنو او د استخباراتي او امنیتي ادارو له‌خوا د خلکو د بې‌درکه کولو په وړاندې د بشري حقونو فعالانو له پخوا غږ پورته کړی و.

خو د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په دې غږ کې ځواک پیدا کړ.

زرګونه کسان چې د کورنیو غړي یې ورک وو رامخې ته شول او په ملکي محکمو کې یې د ورکو شویو کسانو د وړاندې کولو غوښتنه وکړه.

په راپور کې ویل شوي، که څه هم د پاکستان عمومي رسنیو د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړه راپورونه ورکول تحریم کړي، خو ټولنیزو رسنیو له دې غورځنګ سره مرسته کړې څو خپل پیغام په پراخه توګه تر خلکو ورسوي.

XS
SM
MD
LG