د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

د قبایلي سیمو مشرانو د پاکستان حکومت پرضد خپل پرلت پای ته ورساوه


د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه میرعلي کې د زرګونه قبایلي مشرانو په ګډون پنځه ورځنی پرلت پرون پای ته ورسېد.

د راپورونو له مخې له درې زرو زیاتو قبایلي مشرانو دا اعتراضیه پرلت د یکشنبې په ورځ وروسته له هغه پیل کړ چې درې قبایلي مشران تېره اوونۍ په جلا پېښو کې د ناڅرګندو وسله‎والو په ډزو ووژل شول.

له‎دې پېښې وروسته د خلکو اعتراضونه له شمالي وزیرستانه جنوبي وزیرستان ته وغځېدل، خو د وزیرستان د ځوانانو د ټولنې مشر نوراسلام چې د اعتراضونو له تنظیموونکو څخه دی نن جمعه وویل، دوی خپل اعتراض د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه پای ته ورساوه چې چارواکو په سیمه کې د نورو امنیتي تدابیرو د ټینګولو ډاډ ورکړ.

هغه زیاته کړه چې په روانه میاشت کې لږ تر لږه اته قبایلي مشران د هدفي حملو په ترڅ کې وژل شوي دي او ځکه خلک چارواکو ته په غوسه دي چې د دوی د امنیت د ټینګولو لپاره یې په سیمه کې لازم اقدامات نه‎دي کړي.

د شمالي وزیرستان سیمه‎ییزو چارواکو هم تأیید کړې چې دوی قبایلي مشرانو ته د اضافي امنیتي تدابیرو او په سیمه کې د ګزمو د زیاتولو لیکلی تضمین ورکړی او ځکه هغو خپل پرلت پای ته ورساوه.

د شمالي وزیرستان پولیټیکل اجنټ ایازخان له ازادي راډیو سره په خبرو کې د اعتراض کوونکو پر ځینو غوښتنو رڼا واچوله:

"د دوی یوه غوښتنه امنیت دی چې هدفي وژنې باید بندې شي او د ضرب عضب په عملیاتو کې چې کوم کورونه ړنګ شوي، هغوی ته تاوان نه‎دی ورکړل شوی، باید ورکړل شي."

چارواکو له قبایلي مشرانو سره ژمنه کړې چې د هغوی د ویجاړو شوېو کورونو تاوان به پرې کړي، خو اعتراض کوونکي غواړي چې حکومت دې په هدفي وژنو کې ښکېل کسان هم ونیسي.

د قبایلي سیمو خلکو له‎دې مخکې هم د پاکستان له حکومته غوښتي چې د پاکستان د پوځ له خوا په وزیرستانونو کې د ضرب عضب په نوم د عملیاتو په ترڅ کې د لادرکه شویو قبایلي ځوانانو برخلیک معلوم کړي او همدا راز د بشري حقونو د هغو سرغړونو په اړه څېړنې وکړي چې پوځ د عملیاتو پرمهال ترسره کړي دي.

منظور پشتین
منظور پشتین

دا او نورې غوښتنې د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په پراخو غونډو کې مطرح کړي او په‎دې مقصد یې د پاکستان د پښتون مېشتو سیمو د اوسیدونکو لسګونه زره پښتنو په ګډون په اسلام‎اباد، پیښور، لاهور، کراچۍ او نورو لویو ښارونو کې لویې غونډې جوړې کړي دي.

XS
SM
MD
LG