د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د پښتون ژغورنې غورځنګ له غړي الله نور ننګیال سره مرکه


د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شوې او روانه ده.

د دې غورځنګ فعالان وايي، د دې غورځنګ مشر منظور پشتین به د چارواکو له خوا له خنډونو سره سره غونډې ته وینا وکړي، خو خبرداری ورکوي چې که پوځ د کراچۍ په سهراب کوټ سیمه کې د غونډې ځای ته د پشتین د رسېدو مخه ونیسي، نو دوی به خپله لویه غونډه په پرلت بدله کړي.

چارواکو پرون د اسلام آباد په هوايي ډګر کې د تخنیکي ستونزو په پلمه پشتین د کراچۍ پرواز ته پرې نه ښود او وروسته چې ده د لاهور له هوايي ډګر څخه په الوتکه کې کراچۍ ته د تلو هڅه وکړه د فعالانو په وینا پوځي چارواکو په لاره کې هومره وځنډاوه چې الوتکه ترې والوته.

الله نور ننګیالی وزیري، د پښتون ژغورنې د غورځنګ یوه فعال له احمدتکل سره په مرکه کې په دې اړه نور جزئیات روښانه کړل.

ښاغلي وزیري د مرکې په پیل کې وویل چې دوی د منظور پشتین رسیدو ته سترګې په لاره دي:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG