د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

وزیري: د منظور پشتین رسېدو ته سترګې په لاره یو


د پښتون ژغورنې د غورځنګ غونډه د پاکستان په کراچۍ ښار کې پیل شوې او روانه ده.

د دې غورځنګ فعالان وايي، د دې غورځنګ مشر منظور پشتین به د چارواکو له خوا له خنډونو سره-سره غونډې ته وینا وکړي خو خبرداری ورکوي چې که پوځ د کراچۍ په سهراب کوټ سیمه کې د غونډې ځای ته د پشتین د رسيدو مخه ونیسي، نو دوی به خپله لویه غونډه په پرلت بدله کړي.

چارواکو پرون د اسلام اباد په هوايي ډګر کې د تخنیکي ستونزو په پلمه پشتین د کراچۍ پرواز ته پرې نه ښود او وروسته چې ده د لاهور له هوايي ډګره په الوتکه کې کراچۍ ته د تلو هڅه وکړه، د فعالانو په وینا پوځي چارواکو په لاره کې هومره وځنډاوه چې الوتکه ترې والوته.

الله نور ننګیالی وزیري، د پشتون ژغورنې د غورځنګ یوه فعال له احمدتکل سره په مرکه کې په دې اړه نور جزئیات روښانه کړل.

ښاغلي وزیري د مرکې په پیل کې وویل چې دوی د منظور پشتین رسېدو ته سترګې په لاره دي.

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:43 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG