د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

منظور پشتین: موږ ټوپک نه‌راخلو، که راخلو یې نو ټول‌یې راخلو


د پښتون ژغورنې غورځنګ «PTM» مشر منظور پشتین وايي، پوځ او استخباراتي ادارې یې پلویان له بېلابېلو لارو وېروي او ګواښ‌یې وکړ چې که پر پلویانو یې څه وشول، نو دوی به‌یې غچ واخلي.

دغه غورڅنګ «PTM» د یکشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا په بنو کې یوه ستره احتجاجي جلسه وکړه چې د خېبر پښتونخوا په ګډون د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه ورته د پښتون ژغورنې غورځنګ پر پلویانو سربېره زرګونه عام ولس هم ورغلي وو.

دغه احتجاجي غونډې ته د دغه غورځنګ مخکښو غړیو او د پاکستان د قومي اسامبلۍ غړو علي وزیر او محسن داوړ پر ګډون د غورځنګ مشر منظور پشتین ویناوې وکړې او د پاکستان پر پوځ او استخباراتي ادارو یې غږ وکړ چې د پښتنو له ځورولو دې لاس واخلي.

منظور پشتین غونډې ته د وینا پر مهال د پاکستان پوځي او استخباراتي ادارو ته په اشاره وویل چې پښتانه مه‌ځوروئ، زموږ د صبر کاسه ډکه شوې ده او په خبره‌یې موږ نه په شا کېږو، نه ډارېږو او نه به خرڅېږو.

پشتین همدا شان وویل چې پوځ او استخباراتي ادارې یې پلویانو ته ګواښونه کوي او ګواښ‌یې وکړ چې که پر پلویانو یې څه وشول، نو دوی به‌یې غچ واخلي.

نوموړي په غونډه کې پر خپلو پلویانو غږ وکړ:

"که هر چا تنګولئ او ګواښونه‌یې درته کول چې شکل او څېرې یې درنه هېرې نه‌شي، وخت راځي. د یوه یوه سره به حساب کوو."

پشتین زیاته کړه، موږ ټوپک نه‌راخلو، دا کار نه‎کوو، خو که‌یې راخلو، ټول به‌یې راخلو.

ده زیاته کړه:

"که ستا په لاس ګوتې دي، نو زما په لاس کې هم ګوته شته. زه ټوپک نه‌راخلم، نه‌یې راخلم، نه‌یې راخلم، خو که‌یې راخلم، ټول به‌یې راخلو. ملګرو دا ډېره ضروري خبره درته کوم، هر ځای چې دا ادارې والا یا بل څوک یا د ادارو چې کوم چاپلوسان دي چې تاسو یې تنګولئ، نوم او شکل‌یې درنه هېر نه‎شي. وايي «ژرنده که د پلار ده، نو په وار ده» وار دې دی، ته‌یې تېروه، وار به مې راشي، بیا به سره ګورو."

د بنو جلسه
د بنو جلسه

پښتون ژغورنې غورځنګ تېر کال په کراچۍ کې د پولیسو له‎خوا د یوه پښتون زلمي نقییب‌الله محسود تر وژنې وروسته راپورته شو چې بیا وروسته‌یې په اسلام‎اباد کې د نقیب محسود د وژونکي پولیس چارواکي راو انور د نیولو لپاره څو ورځنی پرلت وکړ.

که څه هم پښتون ژغورنې غورځنګ په اسلام‎اباد کې دغه پرلت د پاکستان د استخباراتي او حکومتي چارواکو تر ژمنو وروسته پای ته ورساوه، خو بیا وروسته چې چارواکو خپلې ژمنې عملي نه‎کړې، نو دوی په پېښور، کوټې، صوابۍ، سوات او په نورو پښتون مېشتو سیمو کې سترې احتجاجي غونډې وکړې.

د یادونې وړ ده چې منظور پشتین په دغو احتجاجي غونډو کې له پاکستاني پوځه بیا بیا غوښتي چې د پښتنو زلمو بې‌درکه کول دې ودروي او هغه خلک چې دوی نادرکه کړي، هغوی دې پیدا او کورونو ته دې ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG