د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

عبدالله عبدالله: په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون یوه تاریخي حماسه وه


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، طالبانو هڅه کوله چې انتخاباتي بهیر ګډوډ کړي، خو ونه‌توانېدل او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون طالباني فکر او مفکورې ته یو ځواب و.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د تلې ۳۰» د وزیرانو شورا له غونډې مخکې له رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د خلکو پراخ ګډون په حقیقت کې یوه تاریخي حماسه وه او افغان ولس ته‌یې له دې امله مبارکي وویلې.

نوموړي زیاته کړه:

"په حقیقت کې موږ د یوې تاریخي حماسې شاهدان وو، په هېڅ وجه موږ باید په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون تر شعاوو لاندې رانه‎ولو، په رښتیا هم خلکو ثابته کړه چې دوی خپل حق او مسؤلیت ته متوجې دي او خپل مسؤلیت‌یې ادا کړ."

ښاغلي عبدالله وویل چې په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول په کابل کې د انتخاباتو په اړه ستونزې موجودې وې، شکایتونه هم ثبت شوي چې د نوموړي په وینا انتخاباتي کمېسیونونه باید شکایتونو ته رسیده‎ګي او ستونزو ته واضح ځواب ووايي.

فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید انتخاباتي سرغړونو او شکایتونو ته جدي رسیده‎ګي وکړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې له دوی سره شااوخوا پنځه زره انتخاباتي سرغړونې او شکایاتونه ثبت شوي دي چې رسیده‎ګي به ورته وشي.

اجرائیه رئیس وویل چې په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو نوملړ او بایو مټریک سیستم یو ښه اقدام و، خو د نوموړي په وینا له دغو وسایلو نه سمه استفاده ونه‎شوه.

وسله‎والو طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی و او د انتخاباتو په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښې هم رامنځته شوې چې مرګ ژوبله‌یې هم درلوده.

خو عبدالله عبدالله له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه چې له ګواښونو سره سره‌یې د انتخاباتو امنیت خوندي کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له غزني او کندهار ولایتونو پرته له ټولو ګواښونو او ستونزو سره سره بیا هم شااوخوا څلور میلیونه افغانانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید انتخاباتي سرغړونو او شکایتونو ته جدي رسیده‎ګي وکړي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې انتخاباتي کمېسیونونه باید عدالت تأمین کړي او د خپلو کارونو راپور په خپل وخت له ملت سره شریک کړي.

یوسف رشید
یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"انتقادونه او ستونزې چې په انتخاباتو کې وې د انتخاباتو قانون په رڼا کې به ورته رسیده‎ګي وشي، په‎دې برخه کې باید سرغړونه او تېروتنه ونه‎شي، ټول انتخاباتي شکایتونه او سرغړونې دې په شفاف ډول وڅېړل شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‎دې اړه د انتخاباتي کمېسیونونو نظر واخلي، خو بریالی نه‎شو.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وار وار ویلي و چې مستند ثبت شویو شکایتونو ته به رسېدنه کېږي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، که انتخاباتي شکایتونه په شفاف ډول ونه‌څېړل شي، په انتخاباتو به د خلکو باور کم او ممکن په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو ګډون هم کم رنګه شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG