د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۲

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه نړیوالې تبصرې


  • وال سټریټ ژورنال

امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

مطلب د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو د حملو ګواښ او د انتخاباتو په ورځ د رأی ورکولو د مرکزونو ناوخته پرانیستو، د رأی پاڼو کمښت، د بایو مټریک وسیلو په کارولو کې ستونزو او د کمېسیون د کار کوونکو نه‌چمتووالی او د ملکي وګړو او دولتي سرتېرو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي او لیکي چې دې ټولو ستونزو ته په پام سره افغانانو په هغو انتخاباتو کې ګډون وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو لپاره خورا زیات مهم دي.

ورځپاڼه لیکي:

افغانان د پراخ فساد، د امنیت د نشتوالي او د دوی د ورځنیو ستونزو په حل کې د پاتې راتلو له کبله پر خپل حکومت بې‌باوره دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، سره له دې چې په قانوني شرایطو برابر و یوازې په سلو کې ۵۸ خلکو خپل نومونه د رأی ورکولو لپاره ثبت کړي دي، خو بیا هم خلک د تلې یا میزان په ۲۸مه په یوه لمرینه ورځ په دې هوډ راوتلي وو چې د خپلې راتلونکې لپاره رأیه ورکړي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، د مرستندویو هېوادونو لپاره چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې یې له افغانستان سره د څو میلیارده ډالرو مرسته کړې هم دا انتخابات مهم دي ځکه نړیواله ټولنه په پام کې لري چې په نومبر میاشت کې په ژنیو کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د یوه باثباته سیاسي سیستم د جوړولو په برخه کې د افغان حکومت پرمختګ وارزوي.

  • سټارس اېنډ سټرایپس

د امریکا چاپ سټارس اېنډ سټرایپس ورځپاڼه په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل هغې وینا ته اشاره کوي چې وايي، دی ډاډه دی افغان ځواکونه د انتخاباتو او د افغانستان د راتلونکي د امنیت د ټینګولو وړتیا لري.

جنرال ووټل چې په قطر کې د امریکا په پوځي اډه کې خبریالانو ته څرګندونې کولې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنې ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، دا پېښه به د افغانستان له جګړې او د طالبانو پر ضد په جګړه کې له افغان ځواکونو څخه د امریکا ملاتړ زیانمن نه‎کړي.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې پر جنرال رازق حمله د هغې درنې دندې اهمیت په ډاګه کوي چې د ټرمپ اداره‌یې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په برخه کې لري.

د سټارس اېنډ سټرایپس په وینا د جنرال ووټل څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټېس د هغې وینا انعکاس و چې د جمعې په ورځ‌یې وکړه.

ښاغلي مټېس په سنګاپور کې په یوه امنیتي غونډه کې وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ او ګډون د پخلاینې بهیر ته ژمن دی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاده سره اوسنۍ خبرې او همداراز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الېس ولز سره د جولای میاشتې خبرې تأیید کړې دي.

سټارس اېنډ سټرایپس د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، د دې ډول پټو خبرو خطر دا دی چې په نتیجه کې یې افغان حکومت په حاشیه کې پاتې کېږي.

XS
SM
MD
LG