د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

افغان کډوال: خوشحاله یو چې ټاکنې کامیابې او په ارامه فضا کې ترسره شوې


د خېبر پښتونخوا په مرکز او نورو سیمو کې مېشت افغان کډوال خوښي ښيي چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټولټاکنې په کامیابۍ او ارامه فضا کې ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه او ۲۱مه نېټه په افغانستان کې د ولسي جرګې ټولټاکنې وشوې چې د دغې جرګې د ۲۳۹ څوکیو لپاره ورته تر ۲ زرو زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي وو.

په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال د دغو ټاکنو په ترسره کېدو خوشحاله دي او هیله لري چې د افغانستان د ولسي جرګې نوي غړي به د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

دوی همدا شان وايي، خوشحاله یو چې په افغانستان کې د واک لېږد د جنګ جګړو پر ځای په ډموکراتیکه توګه ترسره کېږي او جمهوریت وده کوي.

په پېښور ښار کې یو شمېر افغان ځوانانو په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومت، امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ټاکنو امنیت‌یې وساته او له ولس‌یې وستایه چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخیسته.

دوی زیاتوي:

"خلیل کریمي؛ په هېواد کې په پراخ ډول انتخابات ترسره شول چې ګڼ شمېر ښځو او سړیو په‌کې ګډون وکړ. موږ ډېر خوشحاله یو چې دا انتخابات په ښه فضا کې په ښه توګه سرته ورسېدل. موږ له خپلو امنیتي ځواکونو او دولت څخه مننه کوو او له خلکو هم مننه کوو چې د ډموکراسۍ اصل‌یې مراعت کړ. یو مضبوط او د ولس په رأیو راغلی پارلمان زموږ راتلونکی تضمینوي."

"محمد نعیم؛ انتخابات ښه دي چې وشول چې سړی په‌کې معلوم شي، موږ ټول خوشحاله یو چې یو سر معلوم شي، یو کار جوړ شي. ډېر خوشحاله یو چې دومره خلک راوتلي وو، شکر چې کومه غټه واقعه په‌کې ونه‌شوه."

"عرفان‌الله؛ ډېر خوشحاله یو چې انتخابات په ښه ‌طریقه ترسره شول، الله دې وکړي چې ځوان نسل ته رأیه ورکړل شوي وي چې د افغانستان د ستونزو او مسئلو اواري وکړي او اینده لپاره د ستونزو مخنیوی وکړي."

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني پرته په ټولو ولایتونو کې ترسره شوې چې افغان ولس په‌کې پراخه برخه واخیسته او د خپلې خوښې کاندید ته‌یې رأیه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې افغان امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ولسي جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.

XS
SM
MD
LG