د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۷

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، طالبانو هڅه کوله چې انتخاباتي بهیر ګډوډ کړي، خو ونه توانېدل او د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون طالباني فکر او مفکورې ته یو ځواب و.

عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یې د وزیرانو شورا له غونډې مخکې له رسنیو سره خبرې کولې وویل چې د خلکو پراخ ګډون په حقیقت کې یوه تاریخي حماسه وه او افغان ولس ته یې له دې امله مبارکي وویله.

نوموړي زیاته کړه:

"په حقیقت کې موږ د یوې تاریخي حماسې شاهدان وو، په هېڅ وجه موږ باید په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون تر شعاوو لاندې رانه‎ولو، په رښتیا هم خلکو ثابته کړه چې دوی خپل حق او مسوولیت ته متوجه دي او خپل مسوولیت یې ادا کړ."

ښاغلي عبدالله وویل چې په ځینو ولایتونو په ځانګړي ډول په کابل کې د انتخاباتو په اړه ستونزې موجودې وې، شکایتونه هم ثبت شوي چې د نوموړي په وینا انتخاباتي کمېسیونونه باید شکایتونو ته رسیده‎ګي او ستونزو ته واضح ځواب ووايي.

فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید انتخاباتي سرغړونو او شکایتونه ته جدي رسیده‎ګي وکړي.

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې له دوی سره شاوخوا پنځه زره انتخاباتي سرغړونې او شکایاتونه ثبت شوي دي چې رسیده‎ګي به ورته وشي.

ویسا: بالاخره د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول

اجرائیه رئیس وویل چې په انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو نوم‎لړ او بایومټریک سیستم یو ښه اقدام و، خو د نوموړي په وینا له دغو وسایلو نه سمه استفاده ونه‎شوه.

وسله‎والو طالبانو د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی و او د انتخاباتو په ورځ په یو شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښې هم رامنځته شوې چې مرګ ژوبله یې هم درلوده.

خو عبدالله عبدالله له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو مننه وکړه چې له ګواښونو سره ــ سره یې د انتخاباتو امنیت خوندي کړ.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له غزني او کندهار ولایتونو پرته له ټولو ګواښونو او ستونزو سره-سره بیا هم شاوخوا څلور میلیونه افغانانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي چې انتخاباتي کمېسیونونه باید انتخاباتي سرغړونو او شکایتونه ته جدي رسیده‎ګي وکړي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید ازادي راډیو ته وویل چې انتخاباتي کمېسیونه باید عدالت تأمین کړي او د خپلو کارونو راپور په خپل وخت له ملت سره شریک کړي.

یوسف رشید

نوموړي زیاته کړه:

"انتقادونه او ستونزې چې په انتخاباتو کې وې د انتخاباتو قانون په رڼا کې ورته رسیده‎ګي وشي، په‎دې برخه کې باید سرغړونه او تېروتنه ونه‎شي، ټول انتخاباتي شکایتونه او سرغړونې دې په شفاف ډول وڅېړل شي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په‎دې اړه انتخاباتي کمېسیونونو نظر واخلي خو بریالی نه‎شو، خو له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په وار- وار ویلي و چې مستند ثبت شوېو شکایتونو ته به رسیدنه کېږي.

په ورته وخت کې مشرانو جرګه اداري پلاوی وايي، که انتخاباتي شکایتونه په شفاف ډول ونه څېړل شي، په انتخاباتو به د خلکو باور کم او ممکن په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو ګډون هم کم رنګه شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

د خېبر پښتونخوا په مرکز او نورو سیمو کې مېشت افغان کډوال خوښي ښيې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټولټاکنې په کامیابۍ او ارامه فضا کې ترسره شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میاشت په ۲۰مه او ۲۱ مه نېټه په افغانستان کې د ولسي جرګې ټولټاکنې وشوې چې د دغه جرګې د ۲۲۵ څوکیو لپاره ورته تر ۲ زرو زیاتو کسانو ځانونه کاندید کړي وو.

په خېبر پښتونخوا کې مېشت افغان کډوال د دغو ټاکنو په ترسره کېدو خوشحاله دي او هیله لري چې د افغانستان د ولسي جرګې نوي غړي به د هېواد د پرمختګ او خوشحالۍ لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.

دوی همدا شان وايي، خوشحاله یو چې په افغانستان کې د واک لېږد د جنګ جګړو پرځای په ډیموکراټیکه توګه ترسره کېږي او جمهوریت وده کوي.

په پېښور ښار کې یو شمېر ځوانانو افغانانو په دې اړه له ازادي راډیو سره په خبرو کې له حکومت، امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې د ټاکنو امنیت یې وساته او له ولس یې وستایه چې په ټاکنو کې پراخه ونډه واخېسته:

"خلیل کریمي: په هېواد کې په پراخ ډول انتخابات ترسره شول چې ګڼ شمېر ښځو او سړیو په کې ګډون وکړ. موږ ډېر خوشحاله یو چې دا انتخابات په ښه فضا کې په ښه توګه سرته ورسول. موږ له خپلو امنیتي ځواکونو او دولت څخه مننه کوو او له خلکو هم مننه کوو چې د ډیموکراسۍ اصل یې مراعت کړ. یو مضبوط او د ولس په رأیو راغلی پارلمان زموږ راتلونکی تضمینوي.

-محمد نعیم: انتخابات ښه دي چې وشول چې سړی په کې معلوم شي، موږ ټول خوشحاله یو چې یو سر معلوم شي، یو کار جوړ شي. ډېر خوشحاله یو چې دومره خلک راوتلي وو ، شکر چې کومه غټه واقع په‌کې ونه شوله.

-عرفان الله: ډېر خوشحاله یو چې انتخابات په ښه ‌طریقه ترسره شول، الله دې وکړي چې ځوان نسل ته رایه ورکړل شوي وي چې د افغانستان د ستونزو او مسئلو اواري وکړي او اېنده لپاره د ستونزو مخنیوی وکړي."

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې له کندهار او غزني پرته په ټولو ولایتونو کې ترسره شول چې افغانان ولس په کې پراخه برخه واخېسته او د خپلې خوښې کاندید ته یې رایه ورکړه.

د یادونې وړ ده چې افغان امنیتي ځواکونو په ټول هېواد کې د ولسي جرګې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي وو.

په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولان وايي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د ټاکنو د ۱۴ مرکزونو د امنیت د تأمینولو په خاطر د بلخ امنیتي ځواکونو ورسره همکاري نه‎ده کړې او منفي ځواب یې ورکړی دی.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري وايي چې له ۳۱۵ ټاکنیزو مرکزونو څخه په ۲۸۰ مرکزونو کې خپلو د رأی کارونې سټېکرونه اخېستي وو چې له دې ۲۸۰ مرکزونو څخه ۲۷ مرکزونه د ناامنۍ او محلي زورواکو د مداخلې له وجهې د انتخاباتو په ورځ بند وو.

په بلخ کې د ټاکنو بهیر له ځنډ او د وسله والو له حملو سره پیل شو

ښاغلي اکبري وویل:

"له ۲۸۰ مرکزونو څخه په ۲۴۶ مرکزونو کې انتخابات ترسره شول، اووه مرکزونه د محلي زورواکو او قومي مشرانو د مداخلې او امنیتي ګواښونو له امله وتړل شول او همدار راز په مجموعي توګه په ۲۷ مرکزونو کې خلکو رأی ونه کارولې او بند وو."

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وايي چې تر ټولو لږه رأیه د چهاربولک ولسوالۍ خلکو استعمال کړه.

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په خبره چې دوی هڅه وکړه، د میزان په ۲۹مه نېټه د چهاربولک ولسوالۍ په ۱۴ انتخاباتي مرکزونو کې ټاکنې ترسره کړي، خو د بلخ امنیتي ځواکونو ورسره همکاري ونه‎کړه او د امنیت د تأمینولو په اړه یې منفي ځواب ورکړ.

ښاغلي اکبري زیاته کړه:

"جګړه وشوه، امنیتي ګواښونه په لوړه کچه وو، په چهاربولک ولسوالۍ کې خلک ډېر لږ وو. د کمېسیون فیصله دا وه چې د چهاربولک په ۱۴مرکزونو کې د بیا ځل لپاره انتخابات وشي، خو متاسفانه چې امنیتي ځواکونو موږ ته مثبت ځواب رانه‎کړ او په چهاربولک کې یې د مرکزونو د خوندي ساتلو په اړه معذرت وغوښت."

د بلخ د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر محمد ظاهر اکبري وايي چې په‎دې ولایت کې د قومي مشرانو او محلي زورواکو د مداخلې له امله دوه ټاکنیز مرکزونه د انتخاباتو په ورځ بند شول او څلور نور مرکزونه د ناڅاپي ناامنۍ په رامنځته کېدو سره وتړل شول.

د بلخ د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د مشر په خبره چې د پارلماني ټاکنو په ورځ دې ولایت کې د یوه نوماند څلور ناظران د نامعلومو کسانو له‎خوا ووژل شول او یو تن په شولګره ولسوالۍ کې په ټاکنیز مرکز د ماین چاوندې له امله له‌منځه ولاړ.

د بلخ پوليسو د مزارشريف په يوه جومات کې د ۴ کسانو مړي موندلي

په همدې حال کې د بلخ امنیه قوماندان اکرم سامع ادعا کوي، په پلان شوېو سیمو کې دوی د میزان په ۲۸مه د انتخاباتي مرکزونو امنیت تأمین کړ او ټاکنې ترسره شوې، خو د میزان په ۲۹مه د ټاکنیزو مرکزونو د پرانېستلو غوښتنه د نا امنۍ له امله رد شوه.

د بلخ امنیه قوماندان په‎دې اړه وویل:

"کومې سیمې چې زموږ په پلان کې شاملې وې د ملي امنیت او ملي اردو ځواکونو سره په ګډه امنیت ورته تأمین وساته چې په‎کې ټاکنې ترسره شوې. په ځینو نورو سیمو کې چې کمېسیون د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه هلته ګواښونه لوړ دي او د پخوانی ارزیابۍ له مخې هغه مرکزونه تړل شوي اعلان شوي دي."

په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د یکشنبې په ماښام د بلخ په مرکزي محبس او په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د ټاکنو دوه محلونه پرانېستل چې رأی ورکونو د خپلې خوښې نوماند په وړاندې رایه وکاروله.

راپور: مجیب الرحمن حبیب‎زی، بلخ

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې ډېری مطالب د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه چاپ کړي دي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي چې افغانانو یو ځل بیا ثابته کړه چې ولسواکۍ ته ژمن دي.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، خلک د ولسواکۍ پر ارزښتونه د ولاړ نظام د پایښت لپاره د هر راز ترهګریزو بریدونو او تاریخي قسم خوړلي دښمن له ګواښونو سره بیا هم راووتل او په پوره زړورتیا سره یې په پارلماني ټاکنو کې د سترو قربانیو په منلو سره ګډون وکړ.

ورځپاڼه لیکي:

دې دا په ثابته کړه چې افغانان د هر ډول زور او جبر او یا هم د ترهګرۍ پرضد درېدلي او له دغو پدیدو کرکه لري.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې د افغان حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په حواله لیکلي، که څه هم د وطن دښمنانو د افغانستان د مشروع او د خلکو پر رأیو د ولاړ نظام سره د مخالفت له مخې وغوښتل چې د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې ګواښونه وکړي، خو افغان ولس په خپل پراخ ګډون سره دوی ته ښه ځواب ورکړ.

په مطلب کې د ښاغلي عبدالله په حواله دا هم راغلي چې که څه هم د بشپړ امنیت تضمین ستونزمن دی، خو د انتخاباتو د امنیت لپاره ټولې هڅې شوې وې.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطب کې د افغانستان د شفافو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ په حواله لیکلي چې د انتخاباتو پر مهال د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون په کارونو کې نیمګړتیاوې یوازې په عذر غوښتلو نه خلاصېږي.

په مطلب کې راغلي چې د دغه کمېسیون رئیس یوسف رشید ویلي، د یاد کمېسیون ناسم مدیریت د دې لامل وګرځېد چې ډېری خلک خپله رأیه ونه کاروي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې په انتخاباتو کې د بایومټریک سیسټم نه د استفادې په برخه کې د لازم چمتوالي د نه شتون له امله یاد سیسټم د اسانتیاوو برابرولو پر ځای د ولسي جرګې د انتخاباتو په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

دنیا دغه شان په خپل یو بل مطلب کې د افغانستان د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون په حواله لیکلي چې د انتخاباتو په ورځ له زرو نه زیات د رأی ورکونې مرکزونه تړلي وو او خلک دوی ته په نېږدې محلونو کې د رأی ورکولو له حقه محروم شول.

زورواکو د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې.

په مطلب کې د یاد کمېسیون د مشرې سیما سمر په حواله راغلي چې په انتخاباتي محلونو کې ستونزې او سرغړونې موجودې وې چې د انتخاباتو کمېسیون باید په شعار ورکولو سره پرې سترګې پټې نه‎کړي.

  • اصلاح

اصلاح ورځپاڼې بیا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د رئیس په حواله په خپل یو مطلب کې لیکلي چې زورواکو د انتخاباتو په پروسه کې مداخله کړې، خو په مطلب کې ویل شوي چې نوموړي د کومې خاصې ډلې یا شخص نوم یاد نه‎کړ.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

«بالاخره د ولسي جرګې انتخابات ترسره شول.»

خو ورځپاڼه لیکي:

  • دا چې موږ څه ډول ولسي جرګه ولرو؟
  • څومره به د ولس رأی د وکیلانو په انتخاب کې رول ولري؟
  • ولس ته به یې پایلې د منلو وړ وي که نه؟
  • راتلونکې ولسي جرګه به هغه مشروعیت ولري او که نه؟

دا هغه پوښتنې دي چې سمدستي ورته ځواب ویل له وخته مخکې دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG