د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

په افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات!

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ...

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته د رأی ورکولو بهیر به د شپې تر اتو بجو او په ځینو سیمو کې به سبا هم دوام وکړي.

د دغه کمېسیون مشر ګلاجان عبدالبدیع صیاد نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل په هغو مرکزونو کې چې کارکوونکي ناوخته ورسېدل او یا تخنیکي ستونزې رامنځته شوې، رأی ورکوونکي کولای شي د شپې تر اتو بجو د رأیو صندوقونو ته ولاړ شي.

ښاغلي صیاد زیاته کړه په ۳۶۰ مرکزونو کې به سبا یکشنبه انتخابات ترسره شي.

تر دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون اعلان کړی وو چې دغه مرکزونه به د سهار له اوو بجو پرانیستل شي او د مازدیګر تر څلورو بجو به پرانیستي وي، خو یو شمېر مرکزونه د کابل په ګډون په ډېرو ښارونو کې نن شنبه پر خپل وخت نه‌دي پرانیستل شوي.

په غزني او کندهار کې له وړاندې د ټاکنو د ځنډدو پرېکړه شوې وه.

په ځینو هغو سیمو کې چې نن د رأی اچولو لپاره پرانیستي هم دي د بې‌نظمیو راپورونه ورکول کېږي لکه د بایو مټریک سیستم د کارولو ستونزه، د رأی پاڼو کموالی او په لېستونو کې د رأی ورکوونکو د نومونو نشتوالی.

خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ستونزو د هواري لپاره هڅې کوي.

  • پخواني معلومات

نن شنبه د تلې ۲۸مه له کندهار او غزني پرته په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې انتخابات پيل شول.

ولسمشر محمد اشرف غنې د خپلې رایې په ورکولو سره دغه بهیر پيل کړ.

د ولسي جرګې د انتخاباتو لپاره څه باندې ۲۵۰۰ کسانو ځانونه کاندید کړي چې ۴۱۷ یې ښځې دي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د نن مازدیګر تر څلورو بجو به د رأیو مرکزونه پرانیستي وي.

خو که چېرې د رأی ورکوونکو شمېر زیات او اضافي وخت ته اړتیا پیدا شي، حاضر دي چې دا موده تمدید کړي.

افغان چارواکو په انتخاباتو د کلکو امنیتي تدابیرو خبر ورکړئ دی.

  • وال سټریټ ژورنال

امریکایي ورځپاڼې وال سټریټ ژورنال د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

مطلب د انتخاباتو په درشل کې د طالبانو د حملو ګواښ او د انتخاباتو په ورځ د رأی ورکولو د مرکزونو ناوخته پرانېستو، د رأی پاڼو کمښت، د بایومټریک وسیلو په کارولو کې ستونزو او د کمېسیون د کار کوونکو نه چمتووالی او د ملکي وګړو او دولتي سرتېرو مرګ ژوبلې ته اشاره کوي او لیکي چې دې ټولو ستونزو ته په پام سره افغانانو په هغو انتخاباتو کې ګډون وکړ چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت د هڅو لپاره خورا زیات مهم دي.

ورځپاڼه لیکي:

افغانان د پراخ فساد، د امنیت د نشتوالي او د دوی د ورځنیو ستونزو په حل کې د پاتې راتلو له کبله پر خپل حکومت بې باوره دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، سره له دې چې په قانوني شرایطو برابرو یوازې په سلو کې ۵۸ خلکو خپل نومونه د رأی ورکولو لپاره ثبت کړي دي، خو بیا هم خلک د تلې یا میزان په ۲۸ مه په یوه لمرینه ورځ په دې هوډ راوتلي وو چې د خپلې راتلونکې لپاره رأی ورکړي.

وال سټریټ ژورنال وړاندې لیکي، د مرستندویو هېوادونو لپاره چې له ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې یې له افغانستان سره د څو میلیارد ډالرو مرسته کړې هم دا انتخابات مهم دي ځکه نړیواله ټولنه په پام کې لري چې په نوومبر میاشت کې په ژنیو کې په یوه غونډه کې په افغانستان کې د یوه باثباته سیاسي سیسټم د جوړولو په برخه کې د افغان حکومت پرمختګ وارزوي.

  • سټارز اېنډ سټرایپس

د امریکا چاپ سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ د عمومي قوماندان جنرال جوزف ووټل هغې وینا ته اشاره کوي چې وايي، دی ډاډه دی افغان ځواکونه د انتخاباتو او د افغانستان د راتلونکي د امنیت د ټینګولو وړتیا لري.

جنرال ووټل چې په قطر کې د امریکا په پوځي اډه کې خبریالانو ته څرګندونې کولې له انتخاباتو دوه ورځې مخکې د کندهار د امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق وژنې ته اشاره وکړه او ویې ویل، دا پېښه به د افغانستان له جګړې او د طالبانو پرضد په جګړه کې له افغان ځواکونو څخه د امریکا ملاتړ زیانمن نه‎کړي.

خپرونه د مطلب په دوام لیکي چې پر جنرال رازق حمله د هغې درنې دندې اهمیت په ډاګه کوي چې د ټرمپ اداره یې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې په برخه کې لري.

د سټارز اېنډ سټرایپس په وینا د جنرال ووټل څرګندونې د امریکا د دفاع وزیر جېمز مټیس د هغې وینا انعکاس و چې د جمعې په ورځ یې وکړه.

ښاغلي مټېس په سنګاپور کې په یوه امنیتي غونډه کې وویل چې امریکا د افغانانو په مشرۍ او ګډون د پخلاینې بهیر ته ژمنه ده.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده سره اوسنۍ خبرې او همدا راز د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالې الېس ویلز سره د جولای میاشتې خبرې تأیید کړې دي.

سټارز اېنډ سټرایپس د مطلب په وروستۍ برخه کې لیکي، د دې ډول پټو خبرو خطر دا دی چې په نتیجه کې یې افغان حکومت په حاشیه کې پاتې کېږي.

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، سر له نن دوشنبې به د انتخاباتو په خاطر د ښوونځیو رخصتي ختمه او درسونه به پيل شي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس کبیر حقمل پرون شپه په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو په هدف یې یوه اوونۍ ښوونځي رخصت کړي وو.

حقمل زیاته کړه:

"تېره اوونۍ د ټاکنو لپاره او له ټاکنو سره د مرستې په هدف د دې لپاره چې ډېر مرکزونه په ښوونځیو کې وو، موږ ښوونځي له تېرې یکشنبې رخصت کړي و او نن دوشنبې به بېرته ښوونځي پيلېږي. ټولو ښوونځیو ته هدایت شوی چې درسي بهیر په عادي ډول پیل کړي او هغه درسونه چې د انتخاباتو د رخصتۍ په خاطر شاته پاتې جبران کړي او زده کوونکو ته تدریس وکړي."

د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو لپاره تر ډېره ښوونځي هم د رأی ورکوونې د مرکزونو په توګه وکارول شول چې په ځینو کې یې د وسله‎والو مخالفینو له خوا بمي بریدونه شوي.

د پوهنې وزارت د خپرونو رئیس وویل چې په ښوونځیو کې د ځینو ناوړه پېښو راپورونه ور رسیدلي خو هیله ده چې د پوهنې منسوبین نه‎وي زیانمن شوي.

افغانانو د ۱۳۹۷ کال د میزان په اته ویشتمه او نهه ویشتمه د ولسي جرګې په انتخاباتو کې برخه واخېسته څو خپل استازي وټاکي.

د ولسي جرګې دا وار وکیلان به د هغو ځای ناستي وي چې له تېرو څه باندې اتو کلونو راهیسې د ولسي جرګې غړي پاتې شوي ځکه انتخابات په ۲۰۱۵ کال کې ونه شول او په ځنډ یې بلآخره درې کاله واوښتل.

غني: که څوک په انتخاباتي پروسه کې مجرم وپېژندل شي قانوني سزا به ورکړل شي

افغان ولسمشر اشرف غني د یکشنبې په ورځ ناوخته د رأی ورکونې د بهیر د پای ته رسېدو پر مهال ټلوېزیوني بیان ورکړ او خلک یې وستایل چې له ګواښونو سره-سره یې رأیه ورکړه.

Facebook Video

نوموړي وویل:

"د افغانستان عظیم ولسه! تاسې د خپل رأی د کارولو له لارې نړۍ ته وښوده چې خشونت نه غواړئ. تاسې د ولسواکۍ لپاره خپله اراده ثابته کړه. تاسې طالبانو ته ثابته کړه چې دا ولسونه هېڅوک هم په زور نه‎شي مهارولی. تاسې ته د طالبانو له‎خوا واضح او ښکاره ګواښ وشو، خو تاسې په ټول قوت خپله اراده تمثیل کړه او زور ته تسلیم نه‎شوئ."

افغان حکومت اعلان کړی چې د سلګونه بریدونو او وارنکاره فعالیتونو مخه یې نیولې خو بیا هم وسله‎والو مخالفینو ۱۹۲ بریدونه او بمي چاودنې کړي.

په دغو پېښو کې د کورنیو چارو د وزارت د اعلان له مخې۱۱ سرتیري او پنځه ملکیان وژل شوي او ۲۵ تنه نور ټپیان دي.

د انتخاباتو کمېسیون: په ځینو مرکزونو کې زورواکو د صندقونو د ډکولو هڅه کړې

خو طالبانو چې وار له مخه د انتخاباتو د ګډوډولو ګواښ کړی و د انتخاباتو په ماښام په یوه بیان کې دا انتخابات ناکامه وبلل او ویې ویل چې وسله‎والو یې۴۰۷ ځایه بریدونه کړي او لسګونه عسکرو ته یې مرګ‎ژوبله اړولې ده.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، له ټولو ګواښونو او ستونزو سره-سره بیا هم شاوخوا څلورو میلیونو کسانو د ولسي جرګې په اوسنیو انتخاباتو کې رأیه کارولې.

د دغه کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ماښام وویل چې اوس به د رأیو شمېر روان وي او ژر به پایلې له خلکو سره شریکې شي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد

صیاد زیاته کړه:

"په ۴۵۷۶ مرکزونو کې رایه کارول شوې ده. تر اوسه پورې کومې شمېرنې چې له ولایتونو راغلي په ۳۲ ولایتونو کې له کندهار، بادغیس «معلومات نه‎دي رسیدلي» او د یکشنبې ورځې له رأی ورکونې پرته د څلورو میلیونو په شاوخوا کې خلکو رایه ورکړې ده. په مجموع کې ویلی شو چې ۴۵ فیصده واجدین د شرایطو رایه ورکړې چې دا تېرو انتخاباتو ته په کتو په انتخاباتو کې د ګډون ډېره لوړه کچه ده."

ښاغلي صیاد ډاډ ورکړ په هغو مرکزونو کې چې زورواکو د بایومټریک د نه کارولو هڅې کړي صندوقونه به یې په دقیقه توګه بررسي او بیا به باطل اعلان شي.

د ولسي جرګې په سږنیو انتخاباتو کې دوه نیم زرو کسانو ځانونه کاندید کړي وو چې خلکو له غزني او کندهار پرته په ۳۲ ولایتونو کې رایه ورکړه.

د رأی ورکونې له بایومټریک سیسټم سره د یو شمېر انتخاباتي کارکوونکو نه بلدتیا، د ځینو رأی ورکوونکو د نومونونه ورکېدو او امنیتي ګواښونو او بریدونو د انتخاباتو په وړاندې لویې ستونزې جوړې کړې وې.

صفي‎الله ستانکزی

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د انتخاباتو په دوهمه ورځ تر اوسه کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

که څه هم د انتخاباتو په لومړۍ ورځ په ټول هېواد کې له ۱۹۰ ډېرې پېښې شوې وې، خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یکشنبې د ورځې په مازیګر ازادي راډیو ته وویل چې په دوهمه ورځ په هېڅ یوه انتخاباتي مرکز کې کومه امنیتي پېښه نه ده رامنځته شوي.

د یاد وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، افغان امنیتي ځواکونه په ټول قدرت سره د امنیت د ټينګښت په خاطر هڅه کوي، تر څو خلک په پراخه کچه د انتخاباتو په ملي بهیر کې ګډون وکړي.

نصرت رحیمي

​دی وایي:

"تر اوسه چې زه تاسې سره خبرې کوم، یعنې له سهاره چې د افغانانو پر مخ کوم انتخاباتي سایټونه خلاص شوي، د انتخاباتو اړوند هېڅ کومه امنیتي پېښه پکې نه ده رامنځته شوې."

ښاغلی رحیمي وايي، تېره ورځ د هېواد په کچه ۱۸۴۹ ګواښونه موجود وو چې د افغان ځواکونو له خوا یې ۱۷۲۵ شنډ، خو ۱۹۲ پېښې رامنځته شوې.

دی وايي، د تېرې ورځې په حملو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه او ۵ ملکي کسان وژل شوي او د امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو په شمول ۲۵ نور ټپیان شوي دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو په لومړۍ ورځ د کابل د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د خیرخانې مېنې په سیمه کې د رأيې ورکونې یوه مرکز ته نېږدې د چاودنې له امله د ۱۵ امنیتي او ملکي وګړو د وژنې راپورونه ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو کارپوه فقیر محمد فقیر د انتخاباتو په خاطر د امنیتي ځواکونو هڅې او پروګرامونه ستايي او وايي، سره له دې چې دښمن ډېر تبلیغات کړي وو، خو افغان ځواکونه وتوانېدل چې د دغه بهیر امنیت په ښه ډول ټينګ کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو امنیت ښه و، په ټولو ولایتونو کې د اندېښنې وړ لویه پېښه نه ده رامنځته شوې، دا په داسې حال کې ده چې مخالفینو تبلیغ کاوه چې انتخابات ګډوډوي، خو دغو تبلیغاتو ته په کتو، امنیتي ځواکونو په ښه ډول پلانونه جوړ کړي وو او د ډېرو امنیتي ګواښونو نه يې مخنیوی وکړ."

ښاغلی فقیر وايي، د انتخاباتو د امنیت په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ښه پلان د دې ښکارندويي کوي چې دوی د امنیت د ټينګښت توان لري او کولای شي چې د افغانستان دښمنان وځپي.

راپور: یوسف ځدراڼ

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG